1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ستراتيژيک سند په اړه عام افغانان څه وايي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

يو شمېر افغانانو د افغانستان او المان تر منځ د ستراتيژيک سند د لاسليکولو تود هرکلی کړی دئ. دغه سند (۲۰۱۲ کال د می ۱۶) په برلين کي د دواړو هيوادونو د مشرانو تر منځ لاسليک سو.

https://p.dw.com/p/14wsO

په کندهار کي ليکوالان، د مدني ټولنوغړي، سياسي او بشري فعالان ددغه سند لاسليکول د دواړو هيوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان له پاره د نيکمرغۍ زېرى ګڼي.

دوى وايي له المان سره نه يوازي د تاريخ په اوږدوکي افغانستان دولت اوږدې دوستۍ لرلې، بلکي تل د دواړوهيوادونو ولسونه هم د يو او بل له پاره ښه نظرونه لري.

په کندهارکي د بشري حقونو د سيمه ييزدفتر د رسنيو مسؤل عبدالعزيز اکرمي وايي، چي په اوسمهال کي افغانستان ته په کارده چي له يو داسي صنعتي او پېژندل سوي هيواد سره د دوستۍ او همکارۍ سند په لاسليکولو سره خپل ځان له ناخوالو وژغوري:

«جرمني د افغانستان سره له پخوا څخه ښې اړېکي درلودې، په دوهمه نړېواله عمومي جګړه کي چي افغانستان خپله بې طرفي علان کړه نو ددواړو هيوادونو اړيکي لاپسي غښتلي سوې.»

عبدلاحد نهضتمل چي په کندهار کي د سياسي فعالانو له ډلي څخه دئ هم د افغانستان او جرمني هيوادونو تر منځ لاسليک سوي سند ته په نيک نظر ګوري. هغه وايي چي دواړه هيوادونه په کلتوري، نژادي او د ملګرو ملتونو د غړيتوب په لحاظ له يو او بل سره ډېرنژدې اړيکي لري.

دده په خبره دا سند به نورهم دواړه هيوادونه سره نژدې او په اقتصادي لحاظ به د افغانانو له پاره ډېرګټوروي:

«جرمني هم د ملګرو ملتونو غړى دئ، موږ هم د ملګروملتونو غړيتوب لرو، نړۍ د ځنځير د کړۍ په ډول سره تړلې ده هيڅ هيواد نه سي کولاى چي يوازي پاته سي.د دواړوهيوادونو د سوکالۍ له پاره دا سند چي لاسليک سو يولازمي شرط دئ.»

د کارپوهانو په خبره د جرمني په شان پرمختللي او قوي اقتصاد لرونکو هيوادونو سره د افغانستان غوندي د کمزوري او جګړه ځپلي هيواد د سندونو او تړونونو لاسليکول د افغانستان پرمختګ تضمينوي.

افغانستان ترالمان مخکي له امريکامتحده ايالاتو،هندوستان او برتانيا سره هم د اوږد مهالو همکاريو سندونه لاسليک کړي دي.

ددغه ډول سندونولاسليک ته نه يوازي روڼ اندي په ښه سترګه ګوري، بلکي عام ولسي افغانان هم د خپل هيواد نيکمرغه راتلونکې د داسي تړونونو په لاسليکولو کي ويني.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل