1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سره صلیب مشر دا فغان مهاجرو د ستونزو په هکله ایران ته تللی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس ایران ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه هیواد له چارواکو سره د افغان مهاجرو د وضعیت په اړه خبري کړې دي. افغان مهاجر د محدودیتونو له ډيریدو څخه شاکي دي، ایراني چارواکي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4B5l6
Generaldirektor Internationales Komitee Rotes Kreuz Robert Mardini in Gaza
انځور: Mustafa Hassona/AA/picture alliance

د سره صلیب نړيوالې کمېټې مشر، رابرت مرديني، په تهران کې له ایراني چارواکو سره تر دوو ورځو خبرو اترو وروسته د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «افغانستان په خبرو کې ډير مطرح شو، په ځانګړې توګه د وروستيو تحولاتو په اړه چې په اګست میاشت کې موږ په دغه هیواد کې د نظام د بدلیدو شاهدان و.» مارديني زیاته کړه: «مذاکرات مثبت ول. موږ مخامخ خبرې وکړې.»

د ایران دولتي آژانس «ایرنا» د رپوټ په حواله، له کله نه چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، تر يو ميلیون ډېر افغانان ایران ته مهاجر شوي دي.

که څه هم اکثره دغه مهاجر په ایران کې د پاتېدو په موخه دغه هیواد تللي دي، خو یو شمیر بیا په ایران کې د نورو هیوادونو قونسلي نمایندګیو له پاره تللي او وايي چې د ویزې د تمدید په برخه کې له مشکل سره مخ دي.

موسی یو د هغو افغانانو له ډلې دی چې اته میاشتې مخکې، واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته له افغانستانه ایران ته مهاجر شوی دی. هغه وايي: «اته میاشتي کيږي چې په آلمان کې د منلو تائيدي لرم. اوه میاشتې مخکې ایران ته راغلم او د آلمان سفارت ته مې د ویزې درخواست وکړ. د آلمان سفارت مې ټول اسناد ترلاسه کړي دي او زه ېې تماس ته په تمه یم، خو له بده مرغه هيڅ خبر ېې نه دی راکړی او زه دلته بې سرنوشته پاتې یم. په ایران کې مې د ویزې وخت هم پای ته رسیدلی او ایراني چارواکي ېې بیا راته نه تمدیدوي.»

لا هم هره ورځ په زورنو افغانان هڅه کوي د کار موندلو او یا هم اروپا پر لور د تلو او هلته د قبولۍ ترلاسه کولو په هیله، ځانونه ایران ته رسوي. په عین وخت کې د طالبانو ارقام ښيي چې په زرونو افغان مهاجر له ایران څخه اخراجیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خبره، دغه هیواد په حاضر وخت کې د پنځه میلیونه افغان مهاجرو کوربه توب کوي. خو دغه مهاجر شکایت کوي چې وضعیت يې ورځ تر بلې خرابیږي او اکثره ېې له تر ټولو ابتدايي بشري حقونو څخه هم برخمن نه دي.

محمد یو افغان مهاجر دی چې له خپلې مور او پنځو خویندو سره له دونیم کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي. هغه وايي: «سربیره پر دې چې موږ دلته په قانوني توګه ثبت شوي یو، خو د یو بانکي حساب خلاصولو اجازه نه لرو. ما څو ځله کوښښ وکړ، خو بانکي حساب ېې راته خلاص نه کړ.»

دغه کورنۍ وروسته له هغې ایران ته مهاجره شوه چې پلار ېې د طالبانو په یوه هدفي برید کې ټپي شو. د محمد پلار په ایران کې پناه ترلاسه نه کړه او آلمان ته مهاجر شو. هغه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم، په آلمان کې د مهاجر په توګه ومنل شو او د کورنۍ د الحاق درخواست ېې وکړ.

محمد وايي چې بلاخره يې څلور میاشتې مخکې د آلمان د سفارت له خوا د ملاقات وخت ترلاسه کړ او خپل اسناد ېې وسپارل، خو وايي چې تر اوسه ېې ويزې تائيد شوي نه دي. هغه وايي: «فقط باید منتظر پاتې شو. زموږ هره ورځ د آلمان سفارت تماس ته په انتظار کې تیريږي.» محمد زیاتوي: «هر څومره چې په ایران کې د افغان مهاجرو شمير ډيریږي، په هماغه اندازه هلته د افغان مهاجرو وضعیت نور هم خرابیري.»

Afghanische Flüchtlinge auf dem Weg nach hause aus dem Iran
یو افغان مهاجر وویل له ایرانه د اخراج بهیر له لسیزو راهیسې ادامه لري - انځور د آرشیف څخه د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۸مې دیانځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sarfarazi

د محمد په خبره، سربیره پر دې چې د دغې کورنۍ ماشومان د بهرنيو اتباعو د سرشمیرنې په پروسه کې شامل دي، خو ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري او د روغتيايي خدماتو په څير خدماتو څخه برخمن نه دي.

مارديني وویل چې د سره صلیب نړیوالې کميټې د ایران له هلال احمر سره، «افغان مهاجرو  او پناه غوښتونکو ته د روغتيايي حیاتي خدماتو د وړاندې کولو» پر لارو چارو بحثونه وکړل. هغه زیاته کړه: «موږ دغه کار د کرونا وبا پر وخت هم ترسره کړی وو او د ایران هلال احمر توانیدلی وو چې زموږ په مرسته افغان مهاجرو ته د کرونا واکسیناسیون خدمات وړاندې کړي.»

ماردینی وویل، په ایران کې ېې د یمن او سورېې پر وضعیت، د وسلوالو شخړو پر اغیزو او په دغو هیوادونو کې د اقليمي تغییراتو په اړه هم خبرې کړي دي.

ایران تازه د افغان مهاجرو سرشمیرنه پيل کړې ده. افغان مهاجر محمد صادق چې له څو کلونو راهيسې په ایران کې ژوند کوي، مهاجر نیوز (د دویچه ویله همکاره رسنۍ) ته وويل چې ایران له ېوې اوونۍ راپدېخوا پر افغان مهاجرو لا ډير محدودیتونه وضع کړي دي تر څو د بهرنيو د سرشمیرنې ادارې ته مراجعه وکړي.

صادق وايي: «ایران تل له افغان مهاجرو د ملګرو ملتونو سازمان ته د فشار د يوې وسيلې په توګه کاروي او د نوملړ او آمارو په وړاندې کولو د مالي مرستو غوښتنه کوي. هغوی هم د دې له پاره چې د افغانستان او بیا په اروپا کې د افغان مهاجرو د منلو وضعیت ښه نه دی، ایران ته پیسې ورکوي چې د افغان مهاجرو کوم درد نه دوا کوي.»

دغه افغان وايي چې دا ډول سفرونه د مهاجرو ستونزې نه حل کوي: «مهاجر د ایران له پاره صرف یو امتیاز دی. داسې نه ده چې د اروپايي هیوادونو په څير مهاجر مالي ملاتړ ترلاسه او یا صحي بیمه ولري. ایران یوازې د اوسیدو اجازه ورکوي او د اقامتي خدماتو په بدل کې هم مياشتنۍ پيسې ترلاسه کوي.»

هغه وايي: «ایران په افغانستان کې د خراب امنيتي وضعیت او بشري بحران باوجود هره ورځ په زرونو مهاجر نیسی او اخراجوي يې.» محمد صادق زیاته کړه: «دغه بهیر له لسیزو مخکې تر اوسه ادامه لري چې اوس د ایرانی چارواکو له پاره په یو عادی امر بدل شوی دی.»

خو ایراني چارواکي وايي دوی یوازې هغه افراد اخراجوي چې په غیرقانوني توګه دغه هیواد ته داخل شوي او د اوسیدو قانوني اسناد نه لري. د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې آمار ښيي چې په اخراج شوو کسانو کې ماشومان، ښځې، ناروغان او د پاخه عمر افراد هم شامل دي.

په ورستیو کې په ایران کې افغان مهاجرو سره د بد چلند ويډيوګانو راوتل، پراخ بحثونه راپورته کړل. آن تر دې چې اعتراض کوونکو په کابل کې د ایران پر سفارت او په ځينو ولایتونو کې ېې پر قونسلګریو حملې وکړې. دواړو هیوادونو د یو بل سفیران احضار کړل او رسماً یې شکایت وکړ. ایران په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د مهاجرو د چارو د وزیر کوربه وو.

دویچه ویله د/م.ک.ص./ن.ز.