1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرپل د محبس د پېښې په اړه پلټنې روانې دي

۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سرپل د محبس د عمومي مشر په ګډون د دغه ولایت یو شمیر لوړ پوړي امنیتي چارواکي له دندو ګوښه کړل. دا په داسې حال کې ده چې د د محبسونو مشر وایي چې محبسونه باید پر نړیوالو معیارونو برابر شي.

https://p.dw.com/p/15GIo

څو ورځې مخکې د سرپل ولایت له مرکزي محبس څخه یو شمیر بندیان په تیښته بریالي شول چې دغې پېښې مرکزي حکومت دې ته اړ کړ چې د سرپل د زندان د رئیس په ګډون د دغه ولایت د امنیې قوماندان، د امنیت امر او د زندان یو شمیر نور چارواکي له دندو ګوښه او مرکز ته ئې د تحقیقاتو له پاره راوغواړي.

وسله والو طالبانو ویویل چې د سرپل محبس یو دیوال ئې په بمونو تر الوزولو وروسته سوری کړ او خپل ګڼ شمیر بندیان ئې له دغه زندان څخه ازاد کړل. د سرپل چارواکو هم ومنله چې اتلس تنه سیاسي بندیان په دغه پېښه کې په تېښته بریالي شوي ول.

اوس د کورنیو چارو وزارت وایي چې ګوښه کړای شوي پولیس جنرالان او نور افسران پخپلو دندو کې په ټګۍ تورن شوي دي او که چیرته پرې لګیدلي تورونه ثابت شي نو هغوی ته به پوځي سزا ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، وایي چې افغان حکومت داسي راپورونه تر لاسه کړي دي چې ګواکي د زندان له دننه څخه یو شیمر کسانو د زندانیانو د تېښتې له پاره اسانتیا برابره کړي وه. د صدیقي په خبره پر یو شمیر زندان ساتونکو هم د دغې اسانتیا د برابرولو شک کیږي:

«د سرپل امنیه قوماندان، د محبس مشر او یو شمیر نور چارواکي له دندو ګوښه کړای شول. هغوي مو کابل ته را غوښتي دي چې ورڅخه پوښتنې وشي چې څرنګه دا پېښه را منځ ته شوې ده، بندیان څرنګه وتښتیدل او چا ئې په تیښته کې مرسته کړي وه؟»

د افغانستان له زندانونو څخه د بندیانو تېښته نن صبا کومه نوې خبره نه ده. خو چارواکي د بندیانو د ساتلو له پاره د معیاري ودانیو او پرمختللو وسایلو نه شتون د زندانیانو د خوندي ساتلو پر وړاندې خپله لویه نیمګړتیا بولي.

د افغانستان د محابسو او توقیف ځایونو د مشر جنرال امیر محمد جمشید، په خبره د افغانستان د مرکزي محبس په ګډون ګڼ شمیر زندانونه معیاري ودانۍ نه لري. د بندیانو د څار کامري او هغه وسایل چې د نړۍ به نورو هیوادونو کې د بندیانو د ساتلو له پاره کارول کیږي د افغانستان په زندانونو کې شتون نه لري.

د ښاغلي جمشید په خبره که چیرې د دوي محابس په نړیوالو معیارونو برابر شي نو د بندیانو د تېښتې پېښې به رامنځ ته نه شي. جمشید پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له ۲۰۱۴ کال مخکې د دوي د محابسو په تجهیز کې ورسره مرسته وکړي:
«زه له حکومت او نړیوالو مرستندویه سازمانونو څخه غواړم چې د ۲۰۱۴ کال تر را رسیدو مخکې دې پر نړیوالو معیارونو د زندانونو د سمبالولو له پاره جدي پاملرنه وکړي.»

د سرپل ولایت له زندان څخه د بندیانو د تېښتې پېښه په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې تیر کال د جنوبي کندهار له محبس څخه هم په یوه ورته پېښه کې په سلګونو بندیان وتښتیدل.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش