1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سرپل له زندان څخه زندانیان وتښتیدل

۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعه

د سرپل چارواکي وایي چې د دې ولایت په زندان کې چاودنه شوې چې په پایله کې ئې یو شمیر زندانیان په تیښته بریالي شوي. په پېښه کې درې زندانیان وژل شوي دي او ۳۰ تنه ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/15AXn
انځور: Reuters

د سرپل ولایت د والي مرستیال اختر محمد خیرزاده، ویلي دي چې د جمعې د شپې پر شاوخوا اتو بجو د دې ولایت په زندان کې یوه چاودنه وشوه چې تر هغه وروسته یوه وسله واله جگړه پیل شوه.

خیرزاده وویل چې په دې پېښه کې یو شمیر زندانیان په تیښته هم بریالي شوي دي. خو هغه زیاته کړې ده چې د تښتیدلو زندانیانو له ډلې څخه ۱۷ تنه ئې بیرته نیول شوي دي. دغه چارواکي وویل چې اوس هم ۱۵ یا ۱۶ تښتیدلي زندانیان نه دي موندل شوي. دا په داسې حال کې ده چې یوې بلې سرچینې دویچه ویله ته وویل چې د تښتیدلو زندانیانو شمیره له هغه څه چې چارواکي ئې وایي ډیره لوړه ده.

د سرپل ولایت مرستیال ویلي دي چې بم د زندان په دیوال کې ځای پر ځای شوی وو چې د چاودنې له کبله ئې ۲۸ زندانیان او د زندان درې تنه ساتونکي ټپیان شول. د خیرزاده په خبره په دې پېښه کې درې تنه زندانیان وژل شوي هم دي.

د چارواکو په حواله تر چاودنې وروسته زندان ته نزدې له طالبانو سره جگړه پیل شوه. ښايي طالبانو له خپلو هغو ملگرو سره چې د سرپل په زندان کې دي دغه چاودنه همغږې کړې وه.

چارواکي زیاتوي چې د تښتیدلو کسانو په ډله کې د طالبانو غړي او جنایتکاران هم شامل دي. تیر کال د اگست په میاشت کې هم د سرپل ولایت په زندان کې زندانیانو په پاڅون لاس پورې کړی وو خو له زندان څخه په تیښته نه ول توانیدلي.

د سرپل ولایت چارواکو ویلي دي چې د تښتیدلو زندانیانو د موندلو له پاره پلټنې پیل شوي دي. هغوی زیاته کړې ده چې د سرپل ولایت گاوڼدیو ولایتونو ته هم خبر ورکړل شوی دئ چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د سرپل ولایت زندان مناسبه ودانۍ نه لري او په دې ولایت کې زندانیان په یوه کرایي ودانۍ کې ساتل کیږي. که څه هم د دې ولایت امنیتي وضعیت په نسبي ډول ښه دئ، خو بیا هم د دې ولایت په ځینو برخو کې طالبان تگ راتگ کوي.

احمد صمیمي/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم