1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په سریلانکا کې د بهرنیانو په شمول تر ۲۰۰ ډیر انسانان وژل شوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱, یکشنبه

د سریلانکا پولیسو ویلي چې پر هوټلونو او کلیساګانو باندې د بریدونو تلفات ډیر لوړ شوي دي. د رسمي شمیرو له مخې په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۰۷ او د ټپیانو شمیر نږدې ۵۰۰ ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3HAod
Sri Lanka Colombo Militär nach Explosion vor St. Anthony's Kirche
انځور: Reuters/D. Kiyanawatte

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اپريل ۲۱مه) په سریلانکا کې پر یو شمیر هوټلونو او کلیساو د څو بریدونو په پایله کې د ۳۵ بهرنیانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰۷ تنه وژل شوي او د ټپیانو شمیر نږدې ۵۰۰ ته رسیدلی دی. په سریلانکا کې د روغتون یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې په وژل شوو کسانو کې امریکایان، بریتانویان او هالندیان شامل دي.

د سریلانکا لومړي وزیر رانیل ویکرمسنګهه دغه برید غندلی او هغه یې یو «ډارن» عمل ګڼلی دی او ویلي یې دي چې حکومت د وضعیت د کنترول له پاره کار کوي.

په ځايي او ټولنیزو رسنیو باندې په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې له دریو کلیساوو څخه یوې یې ډیر زیان لیدلی دی. د یادې کلیسا چت [بام] د چاودنې له امله نړیدلی، د چت لرګي او تیږي یې پر ځمکه پرتې دي او ټپي عبادت کوونکي د وینو په ډنډ کې پراته ښکاري. د چارواکو په خبره د یادو چاودنو له کبله سلګونه ټپیان روغتونونو ته د درملنې له انتقال شوي دي.

تر اوسه پورې د دغو چاودنو د ډول په هکله معلومات په لاس کې نه شته او کومې ډلې یې هم د مسوولیت منلو غږ نه دی پورته کړی. د فرانسې خبري آژانس ځینې داسې اسناد لیدلي چې له مخې یې ښکاري چې د سریلانکا د پولیسو مشر پوجوت جایاسوندرا لس ورځې وړاندې د ځانمرګو بریدګرو له لوري پر «مهمو کلیساوو» باندې د بریدونو په هکله لوړ پوړو افسرانو ته استخباراتي خبرداری ورکړی وو. په یاد خبرداري کې راغلي: «یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې خبر ورکړی چې د «توحید د ملي جماعت» په نامه ډله غواړي پر مهمو کلیساوو او همدا راز په کلمبو کې د هندوستان پر عالي کمیسیون ځانمرګي بریدونه وکړي.»

Sri Lanka Colombo Explosion am Shangri-La Hotel
انځور: picture-alliance/AA/C. Karunarathne

د توحید ملي جماعت په سریلانکا کې یوه سخت دریځه اسلامپاله ډله ده چې تیر کال یې په سریلانکا کې د بودایانو د بوتانو په تخریب کې هم لاس درلود.

د عیسویانو د اختر په ورځ بریدونه

د عیسویانو د اختر په ورځو کې د سریلانکا دغه برید ګڼ شمیر نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل ویاند شتیفن زایبرت د سریلانکا د خونړۍ پیښې په هکله په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په سریلانکا کې د اختر پر مراسمو کې پر عیسویانو برید او د هغوی وژنه بد خبر دی. نوموړي زیاته کړې چې موږ له تاسې [سریلانکایانو] سره په دې غم کې شریک یو او ټپیانو او د دوی کورنۍ ته دعا کوو. نوموړي په پای کې ویلي چې ترهګري، مذهبي نفرت او نه زغم باید بریالی نه شي.

سربیره پر دې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سریلانکا د برید په هکله غبرګون ښوولی دی او دغه برید یې په کلکو ټکو غندلی دی. ولسمشر غني په داسې حال کې چې د دغو برید ټپیانو او د دوی له کورنیو سره ژوره خفګان څرګندوي ویلي چې د عبادت کوونکو په نخښه کول یو بد کار دی او زیاتوي چې افغانستان په «دې تیاره ورځ» له سریلانکا سره ولاړ دی.

AFP- K.H.AWA