1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي په انتخاباتو کي ۲۰ ښځي بريالۍ سوي

۱۳۹۴ آذر ۲۳, دوشنبه

د سعودي عربستان په محلي انتخاباتو کي ۲۰ تنې ښځي بريالۍ سوي دي. دا لومړی وار وو چي ښځو په انتخاباتو کي د حضور حق لاره. ويل کيږي چي په ځينو ښارونو کي په انتخاباتو کي د ښځو د گډون برخه په سلو کي ۸۰ سلنه وه.

https://p.dw.com/p/1HMxz
Saudi Arabien Wahlen
انځور: picture-alliance/dpa/A. Yosri

د شنبې ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۲مه) د عربستان د ښځو له پاره يوه تاريخي ورځ وه. دا لومړی وار دی چي د سعودي عربستان ښځي نه یوازي په انتخاباتو کي گډون کړی، بلکي په محلي انتخاباتو کي ئې ځانونه هم کانديد کړي ول.

د وروستيو اعلان شوو پايلو له مخي ۲۰ ښځي په دغو انتخاباتو کي بريالۍ سوي دي. په دغو انتخاباتو کي نژدې ۹۰۰ ښځو له ۶۰۰۰ نارينه وو سره ځانونه د ښارونو او کليو شوراگانو ته کانديد کړي ول.

د رسمي شمېرو له مخي دغو انتخاباتو ته د ښځو په پرتله لس برابرو نارينه وو د رايو ورکولو له پاره نومونه ثبت کړي ول.

د سعودي ښځو عتراض کړی دی چي په دغه هيواد کي دوی ته د موټر چلولو نه اجازه د دې سبب سوې ده چي ډيري ښځي خپل نومونه ثبت نه کړای سي. په سعودي عربستان کي ښځي د موټر چلولو اجازه نه لري.

د رسمي شمېرو له مخي په دغو انتخاباتو کي د سعودي عربستان لس سلنه ښځو رای ورکړي دي. په ځينو ښارونو کي د ښځو د گډون ونډه حتی ۸۰ سلنه ته رسېدلې ده.

په سعودي عربستان کي ښاري او کليوالي شوراگانو يوازني نهادونه دي چي د خلکو له خوا ورته کانديدان انتخابيږي. د دغو شوراگانو اختيارات ډېر محدود.

سعودي عربستان په نړۍ کي وروستيو هيواد دی چي ښځو پکښې په انتخاباتو کي د گډون حق پيدا کړ. په دغه هيواد کي د «ښځو د رايو حق» قانون په ۲۰۱۱م کال کي د فقيد پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزيز له خوا جوړ او پلي کېدل ئې څلور کاله وخت ونيو.

په سعودي عربستان کي ښځي د موټر چلولو حق نه لري او د مېړه يا پلار بې اجازې د کار، سفر کولو او واده حق هم نه لري.