1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سمندر په تل کې لویه وچه وموندله شوه

۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبه

د هند د سمندر په تل کې د يوې پخوانۍ لويې وچې پاتې شوني وموندل شول. دغه لويه وچه «ګوندوانا» نومېدله او ۸۰ تر ۱۳۰ مليونه کاله پخوا يې آستراليا، هند او انتارکتيکا يعنې شمالي قطب ته څېرمه يوه څنډه په بر کې نيوله.

https://p.dw.com/p/13DWp
کارپوهان وایې چې د دغې وجې موندنه یوه ډیره مهمه لاس ته راوړنه ده
کارپوهان وایې چې د دغې وجې موندنه یوه ډیره مهمه لاس ته راوړنه دهانځور: picture alliance / dpa

د ځمکپېژندنې او فزيک کارپوهه، مېرمن جو ويتاکر، د آستراليا په سيډني ښار کې وويل چې دوه پخواني ټاپوګان، چې له آستراليا څخه ۱۶۰۰ کليومتره لېرې پراته دي، تر اوبو دوه زره متره لاندې وموندل شول. هغې زياته کړه چې دغه پخواني ټاپوګان د الوتکې د لارې په اکتوبر مياشت کې کشف شوي ول.

په دې ترڅ کې د ډبرو بېلګې هم رابرسېره شوې دي چې فوسيلونه او د وړو ژويو پاتې شوني په ځان کې رانغاړي. دغسې پاتې شوني معمولا د سمندر د غاړې په اوږدو کې شتون لري.

له دې لارې ثابتيږي چې دغه ټاپوګان د اورغورځونکو یا اتش فشاني غرونو د فعاليت په پايله کې تر اوبو لاندې نه دي رامنځته شوي، بلکې هغه په رښيتا سره په اوبو کې ډوب شوي دي.

ځمکپېژندونکې ويتاکر د يوې ډېرې په زړه پورې موندنې څخه خبره کوله او ويل يې چې داسې نه پېښېږي چې هره ورځ دې د سمندر په تل کې د لويو وچو پاتې شوني وموندل شي. هغې زياته کړه چې د اوبو لاندې شوو د ټاپوګانو په مرسته د ګوندوانا د لرغونې لويې وچې د ماتېدو او د منځه تلو نور جزيات هم د ځېړونکو اوسنی علمي انځور بشپړوي.

د ګوندوانا د يوې برخې په توګه، هند پخوا په استراليا پورې نښتی وو. وروسته بيا د هند نيمه وچه د شمال په لور وخوځېده، د آسيا د لويې وچې سره وجنګېده او د هيماليه غرونه يې په ډېر قوت سره رامنځته کړل.

د هند د سمندر په شاوخوا کې تکتوني ترينګلتيا ډېره ده. دا په دې معنا ده چې د ځمکې مختلفې ټوټې يو له بلې سره جنګيږي او په دې ډول ستر ځواکونه او لوی ناورينونه زېږوي. د تکتوني ترينګلتيا له امله د ۲۰۰۴م کال د سونامي څپې هم رامنځته شوې وې چې ډېر انسانان يې له منځه يوړل.

آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش