1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سنودن په قضيه کي د ويکيليکس رول

مسعود جهش (هارتليپ)۱۳۹۲ تیر ۷, جمعه

اوس هغه وخت تیر شوی دی چې د ویکیلیس ويبپاڼي افشا ګرۍ به هره شپه د معتبرو رسنیو د خبرونو په سر کې وه. برالي منینګ چې د ویکیلیکس پاڼې ته یې د امریکا پټ اسناد ورکړي ول هم اوس د محاکمه کیدو په حال کې دی.

https://p.dw.com/p/18yFM
انځور: The Guardian/Getty Images

د ویکیلیکس د افشا گرۍ له زړیدو سره دغي پاڼې ته اعانې هم کمې شوې دي او د دې ګواښ رامنځ ته شو چې دغه پاڼه له هیره وایستل شي، خو دا هر څه تیره اوونۍ بدل شول او د ویکیلیکس پاڼه یو ځل بیا په مطبوعاتو کې مطرح شوه.

ویکیلیکس یو ځل بیا هغه وخت په رسنیو کې ډیره مطرح شوه چې اعلان یې وکړ د امریکا د استخباراتي ادارې پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن له هغوی څخه غوښتي دي چې د هغه د سیاسي پناغوښتني په موضوع کې ورسره مرسته وکړي.

سنودن تر دې دمخه د ګاردین انګلیسي پاڼې ته د امریکا د انترنتي او تلیفوني اړیکو د څیړنیز پروګرام په اړه معلومات ورکړي ول او بیا وروسته یې په یوه مرکه کې د امریکا د استخباراتي پروګرامونو په اړه ډیري بربنډوونې کړې وې.

اوس امریکایي چارواکي غواړي سنودن د دولتي اسرارو د افشا کولو په تور ونیسي. خو سنودن لومړی له امریکا څخه هانگ کانگ او بیا مسکو ته وتښتید. پر دې سربیره سنودن اوس په اکوادور کې د سیاسي پنا غوښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ویکیلیکس پاڼې بنسټ اویښودونکی جولین اسانج، هم اوس په لندن کې د اکوادور په سفارت کې وخت تیروي. کله چې د سنودن موضوع رسنیو ته راووته، نو اسانج هغه ته سپارښتنه کړې وه چې په اکوادور کې سیاسي پنا وغواړي.

دا یوازې اسانج نه دی چې د سنودن د ملاتړ غږ یې کړی دی. د ویکیلیکس د پاڼې نور کارکوونکي هم وایي چې دا طبعي خبره ده چې دغه پاڼه به د سنودن ملاتړ وکړي. د ویکیلیکس پاڼي ویاند ایسلندی ژونالیست کریستین هرفنسون، وايي: «موږ یو له بله سره متحد یو. ځکه موږ پوهیږي چې بربنډوني څومره مهمې دي. له همدې کبله دا طبعي خبره ده چې موږ سنودن ته د مرستې لاس ور غځولی دی.»

د ویکیلیکس پاڼې وکیلان د سنودن په شان کسانو له پاره د سیاسي پناغوښتنې په برخه کې کافي تجربه لري. هغوی تر دې مخکې د همدې پاڼې د بنسټ ایښودونکی جولین اسانج، له پاره هم په یو شمیر هیوادونو کې د سیاسي پنا غوښتني ورکولې.

اوس نو دغه پاڼه په دې برخه کې له سنودن سره هم مرسته کوي. ښاغلي هوفنسون وايي چې د سنودن د پناغوښتنې په قضیه کې یې تر اوسه پوري له هغه سره هم مرسته کړې ده. هغه وایي چې په خپله یې هم ایسلند ته ویلي دي چې سنودن غواړي په دې هیواد کې سیاسي پنا واخلي:

«ما پخپله د ایسلند حکومت ته خبر ورکړی دی چې سنودن غواړي په دې هیواد کې سیاسي پنا واخلي. دغه شان غوښتني نورو هیوادونو ته هم شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په ‌ډیرو هیوادونو کې د سنودن سیاسي پنا غوښتني بې ځوابه پاته شوې دي. په دغو هیوادونو کې اکوادور هم شامل دی چې ډیر اټکل کیږي سنودن به همدې هیواد ته ولاړ شي. د ویکیلیکس د پاڼې بنسټ ایښودونکي جولین اسانج، خو ان ویلي ول چې اکوادور سنودن ته د کډوالو د سفر اسناد ورکړي دي چې پکښې له هیوادونو څخه غوښتل شوي دي چې سنودن ته اکوادور ته د رسیدو اجازه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې پخپله اکوادوري چارواکو بیا له دې خبري څخه انکار کړی دی.

سنودن د یکشنبې په ورځ په دې وتوانید چې له هانگ کانگ څخه مسکو ته ورسیږي، پلان شوې وه چې هغه د مسکو له لاري کیوبا ته سفر وکړي او بیا له هغه ځایه ځان اکوادور ته ورسوي. خو په هغه الوتکه کې چې سنودن ته تکت اخیستل شوی وو، سنودن پورته نه شو او الوتکه له هغه پرته کیوبا ته والوتله.

د دې کار عامل کیدای شي دا وی چې امریکا د هغه پاسپورت باطل اعلان کړی وو. اسانج ویلي ول چې د سنودن د سفر او اوسیدو مصارف هم د ویکلیکس پاڼې ورکړي دي.

که څه هم تر اوسه پوري اکوادور د سنودن د سیاسي پنا غوښتنه نه ده منلې خو بیا هم له امریکا سره د دغه هیواد په اړیکو کې ترینګلتیا ډیره شوې ده.

امریکا پر اکوادور باندې خپل فشارونه ډیر کړې دي خو د دغه هیواد ولسمشر وویل چې د امریکا د فشارونو پروا به و نه کړي او د سنودن په اړه به د نورو معیارونو په پام کې نیولو سره پریکړه وکړي.