1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سنګاپور لومړی وزیر: جنوبي آسیا د داعش له خطر سره مخ کیږي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۹, یکشنبه

د سنګاپور لومړي وزیر د آسیان سازمان په کنفرانس کې خبرداری ورکړ چې داعش د جنوبي آسیا هیوادونو ته یو «جدي تهدید» پیښوي. لي هزین لونګ همدا راز وویل چې داعش په عراق او سوریه کې مات شوی، خو یاده ډله دغه سیمه تهدیدوي.

https://p.dw.com/p/2wrq9
Singapur ASEAN Gipfel Premierminister Lee Hsien Loong
انځور: Getty Images/AFP/R. Rahman

د شنبې په ورځ د ۲۰۱۸م کال د اپریل میاشتې په ۲۸ نیټه د سنګاپور د لومړي وزیر لي هزین لونګ دغه خبرداری په سنګاپور کې د جنوبي آسیا د هیوادونو د همکارۍ سازمان یا «آسیان» د پرانیستنې پرمهال ورکړی. د سنګاپور لومړي وزیر همدا راز وویل چې د آسیان سازمان د سیمې هیوادونه به ښايي په راتلونکي کې د انټرنټي غلو یا هکرانو تر ډیر برید لاندې هم راشي. دا په داسې حال کې ده چې د دغې سیمې هیوادونو له یوې مودې راهیسې د سخت دریځۍ او د هکري بریدونو پر وړاندې د مبارزې له پاره کار او هڅې پیل کړي دي.

د آسیان د کنفرانس د پرانیستنې پرمهال د سنګاپور لومړي وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې دغه سیمه د دیجیتل کیدو په درشل کې ده او له همدې امله د هکري برید له ډیر ګواښ سره مخ ده. نوموړي همدا راز وویل: «موږ باید لکه ترهګري او سایبري بریدونه ته ورته د دودیزو او غیر دودیزو تهدیدونو پر وړاندې امادګي ولرو.» د نوموړي په وینا په ګڼ شمیر هیوادونو کې سیاسي وضعیت د آزادې سوداګرۍ پر ضد تغیر کړی دی.

د سنګاپور لومړي وزیر د دې کنفرانس ګډونوالو ته د خپلې وینا په ترڅ کې همدا راز وویل چې د جنوبي آسیا هیوادونه به د نړۍ د نویو قدرتونو لکه چین او هندوستان سره لا ډیره نږدې همکاري وکړي ترڅو دوی د سوداګرۍ د ملاتړي سیاست یا پروتیکشنیزم د فشارونو پر وړاندې بریالي شي.

د سنګاپور لومړي وزیر لي هزین لونګ همدا راز وویل چې سیمه ایز اقتصادي پرمختګ تر ګواښونو لاندې دی. د هغه په وینا په ځانګړې توګه د چین او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ تازه اقتصادي جګړه د اندیښنې وړ یوه موضوع ده.

ASEAN-Gipfel in Manila
انځور: Reuters/E. de Castro

 تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، چین او د امریکا متحده ایالات د سوداګریز وضعیت له امله تر ټولو په بد وضعیت کې دي. دواړو هیوادونو د یو او بل پر تولیدي محصولاتو باندې نږدې ۵۰ میلیارده ډالر ګمرکي تعرفي وضع کړي دي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ غواړي چې پر چینايي تولیداتو باندې په کال کې تر ۱۰۰ میلیارده ډالرو پورې ګمرکي تعرفې وضع کړي.

سیمه ایز او نړیوال ستراتیژیک تعادل دتغیر په حال کې

د ناستې په ترڅ  کې لومړي وزیر لي همدا راز یادونه وکړه چې نړیوال او سیمه ایز ستراتیژیک تعادل د تغیر په حال کې دی. نوموړي تشریح کړه چې د چین په ګډون هندوستان باید خپل وړتیا او نفوذ زیات کړي. دغه څه به د هغه په وینا د آسیان سازمان غړو هیوادونو ته نوي فرصتونه رامنځ کړي ترڅو موږ هم له هغوی سره خپلو همکاریو ته پراختیا ورکړو.

هغه وویل چې د جنوبي شرقي آسیا هیوادونه په خپله د اسلامي دولت یا داعش له لوري له ترهګرۍ او انترنتي امنیت له ګواښ سره مخ دي. د هغه په وینا په دې سیمه کې د دیجیتالي کیدو په لوري حرکت، دغه سیمه د سایبري یا انترنتي بریدونو له ګواښ سره مخ کوي.

د جنوبي آسیا د هیوادونو د کنفرانس یا آسیان غړو هیوادونو د شنبې په ورځ په خپله خپره شوې اعلامیه کې د جنوبي چین په سمندر کې د سولې او امنیت پر اړتیا ټینګار وکړ. په دې ستراتیژیکه سمندري سیمه کې د چین سیاستونه د دې لامل شوي چې د «آسیان» سازمان ځینې غړي هیوادونه د چین په مقابل کې ودریږي. په ورته وخت کې اوسمهال د آسیان سازمان غړي هیوادونه له چین سره په خبرو بوخت دي ترڅو دغه هیواد دې له سمندري شخړو څخه منع کړي.

Singapur ASEAN Gipfel Premierminister Lee Hsien Loong
انځور: Getty Images/AFP/R. Rahman

 دغه سازمان همدا راز بنګله دیش او میانمار دې ته وهڅول چې د روهنګیايي مهاجرینو په خپله خوښه بیرته ستنیدو له پاره د شرایطو برابرولو ته متعهد پاتې شي. شاوخوا ۷۰۰ زره روهنګیايي مهاجرین اوسمهال په بنګله دیش کې مهاجر شوي. دغه شمیر روهنګايي مهاجرین د میانمار د پوځ د زورزیاتي له کبله دې ته اړ شوي چې خپلې سیمې ترک کړي او بنګله دیش ته پناه یوسي.

بل لوري ته د «آسیان» سازمان د غړو هیوادونو دغو مشرانو د شمالي کوریا او جنوبي کوریا د مشرانو له لیدنې هرکلی وکړ او دغه لیدنه یې د کوریا په ټاپو وزمه کې د ترینګلي حالت د لمنځه وړلو له پاره د لومړي ګام په توګه یاد کړی. د سنګاپور لومړي وزیر لي چې د آسیان سازمان د دې کنفرانس کوربتوب کوي، په دې ناسته کې وویل: «دغه څه یو مثبت ګام دی. دغه څه د توغندیو له ویشتلو او د بمونو له آزموینو ډیر ښه دي، خو دغه څه باید څنګه پرمخ ولاړ شي؟ دا هغه څه دي موږ یې انتظار باسو او په دې هکله د ښو چارو غوښتنه کوو؟

د کوربه سنګاپور سربیره د آسیان هیوادونو په دې کنفرانس کې میانمار، کمبوجیا، لاووس، اندونیزیا، ټایلنډ، مالیزیا، ویتنام، برونایي او فلپین هیوادونه ګډون لري.

زموږ له آرشیف څخه: