1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوداگريزو اسانتياوو د برابرولو غونډه

۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د مرکزي اسيا له پوهنتون سره د سوداگريزو او ترانزيتي فرصتونو د پېژندلو په موخه په کابل کي يوه غونډه جوړه کړې ده. په غونډه کي د افغانانو او منځنۍ اسيا تر منځ د سوداگرۍ پر پراختيا بحث کيږي.

https://p.dw.com/p/16h4q
انځور: DW/Faskhutdinov

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سوداگريزو همکاريو رئيس وحيدالله ويسی د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۲) په کابل کي خبريالانو ته وويل، چي د دغې غونډي اصلي موخه د سوداگرۍ په برخه کي د اسانتياوو برابرول دي:

«موږ د خپلي اقتصادي پاليسۍ له مخي د سوداگرۍ او ترانزيت په برخه کي له گاونډيو هيوادونو سره همکارۍ پيل کړي دي. پاکستان، تاجيکستان او قرغزستان هيوادونو ته مو د سوداگرۍ په برخه کي خپل وړانديزونه کړي دي.»

هغه زیاته کړه، چي سوداگري او ترانزيت د انتقال پروسې په بهير کي د افغان دولت په لومړيتوبونو کي راځي، او د اقتصادي پروسې انتقال د پوځي پروسې د انتقال اصلي محور دی.

پر سياستوالو باندي فشار

په دغه غونډه کي د مرکزي اسيا پوهنتون رئيس بودان کراوچينکو، وويل چي افغانستان ته د مرکزي اسيا د ډيرو سوداگرو راتگ د دغه هيواد د خلکو په گټه دی.

هغه زياته کړه:«يوه اوږده لاره مو په مخکي ده، چي خپل سياستوال په دې قانع کړو، چي د سواگرۍ له پاره ښه ترا سيستم جوړ کړي.»

کراوچينکو وويل، چي د سوداگرۍ او ترانزيت په برخه کي نه يوازي له افغانستان سره سندونه نه دي لاسليک سوي، بلکي په خپله د مرکزي اسيا هيوادونو ترمنځ هم دغه ستونزده سته.

د افغانستان-تاجيکستان سرحد
د افغانستان-تاجيکستان سرحدانځور: DW/Faskhutdinov

افغانستان او د اسيا د زړه ډيرو هيوادونو پتېيلې ده چي په لومړی سر کي د اعتماد کولو اووه معيارونه تطبيق کړي.

په دغو معيارونو کي، د افغانستان او سيمي هيوادونو د سوداگرۍ خونو تر منځ اړيکي او همږغي، له سوداگريزو فرصتونو څخه کار اخيستل، له تروريزم سره مبارزه، له مخدره موادو سره مبارزه، د ښووني او روزني بهير ښه والی او له طبيعي پيښو سره مبارزه شامله ده.

په غونډه کي د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو چارو مسئولینو ويلي دي، چي افغانستان او د مرکزي اسيا هيوادونه د سوداگرۍ په برخه کي اسانتياوو راوستلو ته اړتيا لري.

د سوداگرۍ او صنايع خوني سپرست رئيس قربان حقجو وويل:«موږ په دې تمه يو، چي د دغو بحثونو په نتيجه کي د سوداگرۍ او ترانزيت خطونه معلوم سي. او هغه څه چي د دغه خطونو د جوړولو له پاره په کار دي، دولتونه ئې بايد د اماده کولو تلاښ وکړي.»

حقجو وويل، چي اوس وخت د افغانستان او منځنۍ اسيا هيوادونو د اوسېدونکو تر منځ اړيکي محدودي دي او بايد د دغو هيوادونو اوسېدونکو ته د راشه درشه له پاره زمينه برابره سي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل