1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې او عراق جهاديان څه سول؟

۱۳۹۶ آذر ۲۴, جمعه

په عراق او سوريه کي د داعش تر ماتي وروسته د دغي تروريستي ډلي زيات جنګيالي پټ سوي دي. د هغوی يو شمېر يې ښايي اروپا ته د سفر په هڅه کي وي. د اروپا امنيتي ادارې چمتو والی نيسي.

https://p.dw.com/p/2pQvF
Dschihad-Kämpfer im Irak
انځور: picture-alliance/AP Photo

د بريتانيا د دفاع وزير ګېوين ويليمسن، څو ورځي مخکي اعلان وکړ چي بريتانوي جهادستان چي هر چيري هم دي، اجازه نه لري چي بېرته خپل ټاټوبي ته راستانه سي. هغه وويل چي بايد ټول ممکنه اقدامات وسي چي د دغو جهادستانو د بېرته راتللو لاره ونيوله سي.

ويليمسن، داسي اشاره هم وکړه چي ګواکي له همدې کبله په عراق او سوريه کي بريتانوي جهاديان په نخښه کړل کيږي. ويليمسن وويل: «موږ بايد د دې غم وخورو، چي هغوی خپل ځانونه په سوريه، عراق او د سيمي په نورو برخو کي ووېشي. موږ به هغوی هلته هم په نخښه کړو.» د هغه په وينا «یو مړ ترهګر بريتانيا ته هيڅ زيان رسولای نه سي.»

ويليمسن د هغې موضوع په هکله په ښکاره خبري وکړې چي د اروپا امنيتي چارواکي يې له څو اونيو راهيسي اندېښمن کړي دي. دغه چارواکي دا پوښتنه کوي چي په عراق او سوريه کي تر ماتېدو وروسته د داعش جنګيالي چيري ځي؟ دا په داسي حال کي ده چي د عراق او سوريې د دفاع وزارتونو په خپلو هيوادونو کي د داعش د ماتېدو رسمي اعلان کړی دی.

«داعش هم په بشپړه توګه له منځه يووړل سو»

د سوريې د دفاع وزارت ويلي ول: «د ديرالزور له آزادېدو سره داعش هم په بشپړه توګه له منځه يووړل سو.» وزارت ويلي چي داعش نوره د دې وړتيا له لاسه ورکړې چي په بېلابېلو سيمو کي د خپلو پاشل سوو او منزوي سوو جنګياليو فعاليتونه همږغي کړي.

د عراق د دفاع وزارت بيا په خپل اعلان کي د داعش جنګياليو ته صرف دوې لاري د انتخاب له پاره پرې ايښي دي. د ياد وزارت په وينا د داعش جنګيالي به يا مري او يا به د عراق اتلو ځواکونو ته تسليميږي.

خو د عراق او سوريې له اعتماد څخه ډکو بيانونو سره سره يوه خبره لا نه ده روښانه چي له دغو هيوادو څخه تښتېدلي داعشيان چيري دي؟ د رويترز خبري آژانس د راپور پر اساس د سوريې د ديموکراتيکو ځواکونو يو قومندان طلال زيلو، ادعا کړې ده چي امريکا متحدو ايالاتو توافق کړې وه چي په زرونو داعشيانو ته دي لاره ورکړل سي چي د سوريې له رقعه ښاره ووځي.

رقعه ښار د روان کال (۲۰۱۷م) په نوامبر مياشت کي له داعش څخه ونيول سو. خو امريکا متحدو ايالاتو د دغه سوريايي قومندان ادعاوي «درواغ او اختراع» سوي بللي دي. د امريکا متحدو ايالاتو پوځ په خپل غبرګون کي ويلي ول چي امريکا له ترهګرو سره معامله نه کوي.

په عيني حال کي بي بي سي د داعش د يوه احتمالي موټروان له قوله ويلي دي چي د داعش په جنګياليو او وسلو بار موټرو کتارونه تقريبا ۷ کلومتره اوږده ول. د ترکيې حکومت اندېښنه لري چي له تښتېدلو جنګياليو څخه يې ځيني ترکيې ته ورغلي دي.

د افغانستان يوې سرچينې ويلي دي چي ځيني فرانسوي تابعيت لرونکي داعشيان دغه هيواد ته ورغلي دي. د کايلي اورټن په نوم کارپوهه چي د هېنري جېکسن ټولني په نوم فکري بنسټ سره تړاو لري، ويلي دي چي «امکان لري چي ځيني بريتانوي تابعيت لرونکي داعشيان له عراق او سوريې څخه افغانستان ته ورغلي وي.»

اروپا د تيار سی په حال کي

د اروپا امنيتي ادارې هم اوس دې ته چمتو والی نيسي چي ښايي ځيني داعشيان اروپا ته مخه کړي. د بريتانيا د استخباراتي ادارې MI5 رئيس انډريو پارکر، د اکتوبر مياشتي په منځ کي ويلي ول چي دا ګواښ په ډراماټيکه توګه زیات سوی دی چي د داعش جهاديان دي اروپا ته مخه کړي.

آلمان هم ددغو جنګياليو له راتګه اندېښنې لري. په زياته د هغو کم سنو جهاديانو له راتګ څخه چي له خپل مور او پلار سره د عراق او سوريې محاذ ته ورغلي ول. د آلمان د اساسي قانون د حفاظت ځانګړي ادارې رئيس هانس ګيورګ ماسن، په نوامبر مياشت کي ويلي ول چي د هغو جهاديانو په اړه اندېښنه لري چي سنونه يې کم دي او په جنګي سيمو کي يې ماغزه مينځل سوي دي. هغه وويل چي اندېښنه ځکه ده چي «د هغوی په ممکنه راتګ سره دلته په آلمان کي د جهاديانو يو نوی نسل راپورته کيدلای سي.»

د آلمان د امنيتي ادارو د معلوماتو پر اساس تر۹۵۰ زيات اسلامستان سوريې او عراق ته ورغلي ول چي پکښي پنځمه برخه يې مېرمني او۵ سلنه يې کم سنه کسان دي.

ويل کيږي چي د يادو کسانو دريمه برخه بېرته آلمان ته راستانه سوي دي. د آلمان امنيتي ادارې په مجموعي توګه په المان کي د ۱۸۷۰ اسلامستانو خبره کوي چي و تاوتریخوالي ته زړه ښه کولای سي.

کريستين کنيپ/ا.ا
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.12.2016):