د سوريې جهاديانو پر موسيقۍ او سګريټو بنديز لګولی
۱۳۹۲ بهمن ۱, سهشنبهد عراق او شام اسلامي دولت په نوم ډلي چې انگلیسي مخفف یې (ISIL) دی ویلي دي چې دوی پریکړه کړې ده «چې د موسیقۍ د سي ډي او موسیقي غږونکو آلاتو پر خرڅلاو او همداشان په موټرو، سرویسونو، دوکانونو او نورو ټولو ځایونو کې د سندرو پر اوریدلو بندیز ولگوي.» دغه بیانیه د نوموړي جهادي ډلې په انټرنیټ پاڼه کي خپره شوې ده چې د «رقه ښار د والي له لوري لاسلیک شوې ده.»
دغي ډلي په خپله بیانیه کې زیاته کړې ده چې دغه گام یې ځکه اخيستی دی چې د موسیقۍ آلات او سندري ویل په اسلام کې منع شوي دي «ځکه چې دغه کار سړی د خدای او قرآن له ذکره منحرفوي.»
په دوهمه بیانیه کې بیا دغي ډلي ویلي دي چې «د اسلامي شریعت د نافذولو له پاره» د هڅو د یوې برخي په توگه «په ټولو ځایونو کې په بشپړه توگه د سگریټو او یا هم د چلمانو پر خرڅلاو باندي بندیز دی.»
دغسي بندیزونه په افغانستان کې تر ۲۰۰۱ کاله پوري د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم لگول شوي ول. هغه مهال پر تلویزون، سینما او موسیقۍ اوریدلو باندي بندیز لگول شوی وو.
د «عراق او شام اسلامي دولت» په نوم ډله د سوریې د اپوزیسیون د نورو ډلو او فعالینو سره دښمني کوي، ځکه چې هغوی دغه ډله په دې تورنوي چې تر خپلي ولکې لاندي ځایونه د ترور په ځالو بدلوي.
د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې د دغي ډلی کړني د اپوزیسیون د پیاوړو ډلو له سخت غبرگون سره مخامخ شوې او د سوریې په شمال کې په ځینو سیمو کې د سوریې د پاڅون کوونکو او دغي ډلی تر منځ جگړه ادامه لري.
په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار ټولني د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د جنورۍ۲۰) ویلي دي چې جهادي ډله «د یکشنبې په ورځ په نیمه شپه له لوېدیځ ښار حلب څخه وتلې ده او خپل ځایونه یې تخلیه کړي دي.»
همداشان د بشري حقونو د څار ټولني په حلب ولایت کې د عزاز ښار په اطرافو کې د جهادیانو او پاڅون کوونکو تر منځ د سختو نښتو رپوټونه ورکړي دي. دغه ځای د ترکیې پولې ته څرمه پروت دی.
په عین وخت کې حکومتي ځواکونو په ټول هیواد کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړی دی. لندن د بشري حقونو سوریایي ټولنه چې په سوریه کې د فعالینو او ډاکټرانو د شبکې د معلوماتو په حواله خپل رپوټونه چمتو کوي ویلي دي، چې د ټول حلب ولایت په کچه او همداشان په سویلي ولایت درعه کې د حکومت له خوا د هوایي بریدونو په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ ۴۴ تنه وژل شوي دي چې ۱۶ تنه پکښې کوچنيان هم شامل دي.
دغي ټولني وړاندي زیاته کړې ده چې په درعه ښار کې د دوشنبې په ورځ هوایي برید نور پنځه تنه وژلي دي.