1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې د دوستانو ډلي له اپوزيسيون سره همدردي اعلان کړه

۱۳۹۱ آذر ۲۳, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/171bJ

د بين المللي یووالي د مراسمو په جریان کښي ډيرو هيوادو د سوريې له اپوزيسون سره خپل ملاتړ اعلان کړ. د مراکش د کنفرانس په اخر کښي د «سوريې د خلګو د دوستانو» په نامه ډلي د اپوزيسيون هغه «ملي ائیتلاف» د سوريې د خلګو د قانوني نماینده په توگه په رسمیت وپیژاند، چي په دې وروستیو وختو کښي جوړ سو. په عین حال کښي د دوستانو ډلي چي تقریبأ۱۳۰هيوادونه او سازمانونه پکښي شامل دي، د جمهور رئيس بشارالاسد څخه د استعفأ غوښتنه وکړه او ده ته یې خبرداری ورکړ، چي د کیمیاوي او بيولوژيکي وسلو د استعمال په صورت کي به سخت جواب ورکړل سي. د آلمان او سعودي عربستان په ابتکار په مراکش کښي دا فیصله هم وسوه، چي د سوريې د بیرته رغوني له پاره د مالي مرستو یو صندوق جوړ سی.