د سوريې د کړکېچ ناورين
۱۳۹۱ شهریور ۲۱, سهشنبهپه ژنيف کي د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا د کلنۍ غوڼدي د پرانيستلو په وخت کي بان وويل: «د سوريې د کړکېچ په وړاندي د نوموړي شورا ګړندی غبرګون د ستايني وړ دئ.»
هغه يادونه وکړه چي د بشري حقونو شورا بايد پر سترو ځواکونو باندي فشارونه زيات کړي تر څو په سوريه کي رواني کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کښېښوول شي. بان وويل دا په دې وجه مهمه خبره ده چي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د سوريې په قضيه کي لا تراوسه پوري په يو ږغ خبري نه کوي.
اختلاف بايد پاي ته ورسيږي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وويل، چي په دغه نړيواله شورا کي بايد اختلاف پای ته ورسيږي. هغه غوښتنه وکړه چي ټول دولتونه بايد د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي اخضر ابراهيمي له هڅو څخه ملاتړ وکړي.
بان د خپلو خبرو په دوام کي وويل، چي ابراهيمي پر ولسي وګړو باندي د هوايي بريدونو او دغه راز د کړکېچ د دواړو اړخونو د دې تصميم په هکله سخت انديښمن دي چي غواړي د ديالوګ او خبرو اترو پر ځای د زور زياتيو له لاري دغه کړکېچ حل کړي.
د سوريې په دننه کي داسي نخښي نښانې ليدل کيږي، چي د دغه هيواد په کورنۍ جګړه کي مختلفي اسلامي ډلي د خپلو فعاليتونو د لمن د پراخولو په لټه کي دي. د يکشنبې په ورځ يوه اردوني افراطي مشر د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د «وژونکي حملې» ګواښ وکړ.
د دولتي رسنيو د رپوټونو له مخي د سوريې په شمالي ښار، اليپو کي په يوه حمله کي ۳۰ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. که څه هم تر اوسه پوري د دغه حملې مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستی، خو تر دې دمخه په داسي حملو کي د القاعدې د ترهګري شبکې د لاس درلودو نخښي نښانې ليدل کيږي.
سره له دې د سوريي په کړکېچ کي د دولت په مقابل کي پياوړې وسواله ډله د سوريې آزادي بخښونکی پوځ دئ، چي د دغه هيواد له لښکر څخه د تښتېدلو پوځيانو څخه جوړ شوی دئ.
د بشارالاسد له داخلي کړۍ څخه يو مشهور تښتېدلی لوړ پوړي پوځي، جنرل مناف تلاس، په خپل هيواد کي د بهرنۍ پوځي مداخلو پر خلاف څرګندوني کړي دي. د فرانسې له يوې تلويزوني شبکې سره په مرکه کي جنرال تلاس وويل :«ياغيان وسلو ته ضرورت لري. د سوريې د خلکو برياليتوب بايد لوټ نه شي. هغه وويل چي نوموړی هيله من دئ چي اپوزيسيون به رژيم نسکور کړي. تلاس د اسد د ځوانی ملګری او تر تيښتي پوري د هغه د نزدې اعتمادي کسانو څخه وو.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل