1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سوريې رژيم په بشرضد کړنو کي ښکېل دی»

آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسيون وايي چي په سوريه کي د بشارالاسد رژيم لوړ پوړي چارواکي په بشرضد فعاليتونو کي ښکېل دي. خو د دغو چارواکو نومونه نه دي اخيستل سوي او ويل سوي دي چي هغه به تر بلي پلټني پټ وساتل سي.

https://p.dw.com/p/1AS8X
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو ادارې په دقيقه توگه نه دي ويلي چي د حکومت کوم چارواکي په څه ډول او تر کومي کچي پوري په جدي بشر ضد جنايتونو کي لاس لري. خو د ملګرو ملتونو د بشرحقونو کمشنري ناوي پيلې په ژنيو کي وويل چي داسي شواهد په لاس ورغلي دي چي له مخي يې د سوريې رژيم لوړپوړي چارواکي د بشرضد فعاليتونو مسؤلين دي.

هغې د ملگرو ملتونو له خوا د تر سره سوي يوې پلټني په هکله د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د ديسمبر۲) زياته کړه: «شواهد د حکومت په هغه تر ټولو لوړو چوکيو کي د ښکېلتيا اشاره ورکوي چي پکښي د دولت رئيس هم راځي.»

نومونه به تر بلي پلټنې پټ پاته وي

پيلې په ژنيو کي د خبرو پر وخت له دې څخه ډډه وکړه چي نومان واخلي. هغې وويل چي تر کوم وخته پوري چي «نوري پلټني نه وي تر سره سوي، نومان به پټ پاته وي.» پيلې وويل چي دغه پلټني هم نړيوالي او هم ملي کېدلای سي.

د ملگرو ملتونو کمشېنري زیاته کړه چي د دغه سازمان څلورو پلټونکو چي مشري يې د برازيلي کارپوه پاولو پينهېرو پر غاړه وه، ورته دغه معلومات ورکړي دي. د پيلې په وينا د بشري حقونو په ضد فعاليتونو کي د ښکېلو چارواکو ليست پټ دی.

هغې زياته کړه: «ما نه دي ويلي چي ولسمشر پړ دی. زه د هغه څه نقل قول درته راوړم چي د حقايق موندني د ماموريت پلټونکو پکښي د دولت لوړو چوکيو ته گوته نيولې ده.»

يادي پلټني د ملگرو ملتونو د ماموريت په ترڅ کي په داسي حال کي تر سره سوي دي، چي پلټونکو ټول هيواد ته د تگ آسانتيا نه درلوده. د دغو پلټنو له پاره تر۲۰۰۰ زياتي مرکې تر سره سوي دي چي پکښې د سوريې او سيمي دننه خلکو څخه د تليفون او انټرنټي خدمت سکايپ له لاري پوښتني سوي دي.

پر دې سربيره د سوريې حکومت پر ضد جدي تورونه لگول سوي دي. د بېلگي په توگه د بشارالاسد رژيم په سيستماټيکو وژنو، شکنجه، بدلمنۍ اړولو او په تښتونو تورن سوی دی. دا ټول د بشرضد هغه جرمونو دي چي ملگروملتونو د ياغيانو ډلې هم په تورني کړي دي. خو د ياغيانو له خوا د دغو جرمونو کچه په راپور کي تر رژيم ټيټه ښودل سوې ده.

«د ظلم او بې رحمۍ اندازه»

د ملگرو ملتونو کمشېنري وويل چي موندل سوي شواهد ښيي چي تر سره سوي جرمونه «ډېر جدي جرمونه، د جگړې جنايتونه او د انسانيت ضد جنايتونه دي.» پيلې وړانديز وکړ چي دغه دوسيه بايد د جنايتونو ضد نړيوالې محکمې ته په هاگ کي وسپارل سي. پيلې زياته کړه: «د جگړې د دواړو اړخونو له خوا تر سره سوي جنايتونه په دومره لوړه کچه په ظلم او بې رحمۍ تر سره سوي دي چي ذهن يې تقريبا نه مني.»

د روسيې له خوا رامنځ ته سوي جوړجاړي له مخي سوريه بايد د ۲۰۱۴م کال تر نيمايي پوري خپلي ټولي کيمياوي وسلې له منځه يوسي. پيلې وويل چي د کيمياوي وسلو له منځه وړل بايد د دې سبب ونه گرځي چي په سوريه کي د عامو وسلو له کبله رامنځته کېدونکي وژني له پامه وغورځول سي.

د هغې په وينا په دغه جگړه کي تر ټولو زيات انسانان د همدغو عامو وسلو په مرسته وژل سوي دي. هغې وويل: «زما وېره دا ده چي داسي نه چي د کيمياوي وسلو پلټني له دې حقيقت څخه د نړۍ پام واړوي چي تر سلو زرو زيات انسانان په سوريه کي د عامو وسلو په مرسته وژل سوي دي.»