1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوريه کې د ملګرو ملتونو د پلټونکي کميسیون مشره استعفا کوي

۱۳۹۶ مرداد ۱۶, دوشنبه

د سوریې له پاره د ملګرو د تحقيقاتي کميسيون مشرې په دغه هيواد کې د جنګي جنايتونو د پلټلو له پاره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له خوا د سياسي ارادې د نه شتون له کبله استعفا کړې ده. هغې پر دغه سازمان سختې نيوکې هم کړي دي.

https://p.dw.com/p/2hneI
Carla del Ponte gibt ihren Posten in der Uno-Untersuchungskommission für Syrien ab
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Trezzini

کارله دل پونته، په لوکارنو کې د «بليک» په نوم سویسۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې دا نوره نه غواړي «يوازې په نوم پلټونکي» واوسي. د «اس دي ای»  خبري آژانس په حواله نوموړې د يوه بحث په ترڅ کې وويل چې په سوريه کې د جنګي جنايتونو د پلټنو له پاره سياسي اراده موجوده نه ده.

د دملګرو دغه تحقيقاتي کميسيون د ۲۰۱۱م کال په اګست مياشتې کې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د احتجاجونو له پيل لږ دمخه جوړ شوې وو. دل پونته د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر مياشتې کې په دغه کميسيون کې شامله شوه. تر نن ورځې پورې د کميسیون غړيو ته د سوریې د مشرتابه له خوا دغه هيواد ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې. خو سره له دې هم  کميسيون په منظم ډول په سوريه کې د بشري حقونو د سرغړونو د پيښو په اړه رپوټونه ورکړي دي.

خو دغه رپوټونو هيڅ اغیز نه دی لرلای ځکه د دل پونته په خبره د يوې ځانګړې محکمې پرته دغه رپوټونه «بې معنا» دي.

«له ماضي څخه  زده کړه نه ده شوې»

د سويس دې ۷۰ کلنې حقوق پوهې ویلي دي: «موږ بې وسې يو، په سوريه کې هیڅ عدالت شتون لري.» هغې زیاته کړې ده چې د سوريې جنګي جرمونه د  پخوانۍ يوګوسلاويه او رواندا د جرمونو څخه ډير بدتر دي. دل پونته له ۱۹۹۹ م تر ۲۰۰۷ م کال پورې د پخوانۍ يوګوسلاويه د جنګي جرمونو او  د رواندا د ولس وژنې له پاره د  دنهاک د جزا د نړيوالې محکمې څارنواله وه.

هغه پر نړيواله ټولنه تور لګوي چې د رواندا د ولس وژنې څخه يې هيڅ درس نه دی اخیستی. دل پونته وايي: «زه له دندې ګوښه کيږم ځکه د ملګرو ملتونو امنيت شورا عدالت ته ليواله نه ده.»  د نوموړې انتقاد روسیې او چين ته متوجې دې او وايي چې دواړه هيوادونه په دې برخه کې د نورو مخه نیسي.

Symbolbild Syrien - Krieg
د سوریې ناوړه وضعيت ته په کتو سره دل پونته نه غواړي خپل کار ته دوام ورکړيانځور: Getty Images/AFP/B. Al-Halabi

د دل پونته په خبره په سپتمبر مياشتې کې به د ځانګړې پلټونکې په توګه په وروستي ځل په يوه غونډه کې برخه واخلي. هغې ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې به خپله استعفا په ليکلې بڼه کمیسيون ته واستوي. د نوموړې په خبره «ناهيلې» شوې ده او نه غواړي نور وخت د داسې يوه کميسيون د غړې په توګه تير کړي چې هیڅ نه کوي.

«ټول اړخونه په جنايت کې ښکيل دي»

دل پونته په خبره په لومړي سر کې د سوریې په جګړه کې د «ښو او بدو» توپير کيدلای شو. یعنې حکومت بد او مخالفين یې ښه بلل کيدل. خو دمګړۍ په سوریه کې «ټول اړخونه بد» دي. د اسد حکومت «بشريت ضد جنايتونه» ترسره کوي او کيمياوي وسلې کاروي او اپوزیسیون يوازې د «افراطيانو او ترهګرو» جوړ دی. 

د ملګرو ملتونو د دې تحقیقاتي کميسيون له خوا ويل شوي چې دوی  ته لا د جون مياشتې په نيمايي کې د دل پونته له خوا د دغه ګام په اړه ويل شوي ول. د کمیسيون له خوا وويل شول چې دوی د نوموړې د «ونډې» او «زيار» هرکلی کوي.

د سوریې جګړه د ۲۰۱۱ م کال په پسرلي کې لومړی د اسد پر ضد د سوله ایز احتجاج سره پیل شوه. خو د کال په اوږدو کې بيا وضعه پيچلې شوه او تر اوسه له ۳۳۰ زرو زيات انسانان ووژل شول چې د فعالانو په حواله د وژل شويو يو په دريمه برخه ملکيان ول.

تر نيمايي زيات وګړي د زرو زياتي له کبله تيښتې ته مجبور شول او د هيواد زياتره برخې په کنډوالو بدلې شوې.