1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سوريې ياغيانو ملکی وګړي اعدام کړي دي»

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۱۹, جمعه

د بشري حقونو د فعالانو په حواله د سوريې ياغيانو د دغه هيواد په علوي مېشتو کليو کي د اګست مياشتي په لومړيو کي په ډله ييزه توګه انسانان وژلي دي. د بشري حقونو د څارني سازمان ويلي دي چي ۱۹۰ تنه انسانان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/19xut
انځور: picture-alliance/dpa

د بشري حقونو سازمان په تازه راپور کي چي د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۱۱) خپور سوی دی راغلي دي چي د سوريې جهاديانو او ياغيانو د روان کال د اګست مياشتي پر ۴ نېټه د بندري ولايت لاتاکيا په لسو کليو کي ۶۷ ملکي وګړي اعدام کړي دي.

د بشري حقونو د څارني سازمان (Human Rights Watch) د دغه راپور د بشپړولو له پاره له ۳۵ تنو سره چي په هغوی کي له يرغل څخه ژوندي پاته سوي کسان هم شامل دي مرکې کړي دي. دغه سازمان په سيمه کي د خپلو څېړنو له مخي د وژل سوو کسانو نومونه هم په يوه ليست کي وړاندي کړي دي.

د راپور له مخي په وژل سوو کسانو کي ۵۷ ښځي او ۱۸ تنه کوچنيان هم شامل دي. د بشري حقونو د څارني سازمان ويلي دي چي هغه ۶۷ تنه چي په هدفي توګه وژل سوي دي يوه يې هم وسله نه لرله او هيڅ ګواښ نه ول او حتي ځني وختونه هغوی خپله په تېښته کي ول.

د خلکو هدفي وژني

د بشري حقونو سازمان په حواله په دغه يرغل کي ۱۸ ډلو ونډه اخيستې وه. ويل کيږي چی تر اوسه هم نزدې ۲۰۰ تنه ملکي وګړي له دغو ډلو سره يرغمل دي، چي ډېری يې ښځي او کوچنيان دي.

د بشري حقونو د څارني سازمان د منځني ختيځ مسؤل جو ستروک، ويلي دي چي دا پر علويانو باندي يو هدفي يرغل وو. دغه يرغل «له بشريت سره جنايت» شمېرل کيږي.

په عراق کي تر څلوېښتو زيات مجرمان اعدام سوي دي

ملګروملتونو د عراق د حکومت له خوا د ۴۲ تنو مجرمینو پر اعدامیدلو باندي اندېښنه ښوولې ده. د بخښني نړیوال سازمان هم په دې هکله خپله اندېښنه ښوولې ده.

په عراق کي د تیري سه شنبې او چهار شنبې په ورځو کې په عام وژنه او ترورستي پيښو کي تر څلویښتو زیات ګرم پیژندل سوې کسان د محکمې د حکم پر اساس اعدام سوي دي. د عراق د امنیتي چارواکو په حواله د دغو اعدام سوو کسانو شمیر ۴۲ وو، چې یوه ښځه هم پکښي شامله وه.

د عراق د عدليې وزات په حواله قاضیانو د اعدام په سزا د محکوم سوو کسانو پر دوسیو څو واري غور وکړ او بالاخره دې نتیجې ته رسیدلي دي چي دوی ته باید همدغه جزا ورکړل شي او چارواکو باید دا کار عملي کړی وای.

د عراقي حکومت په حواله د اعدام په سزا محکوم شویو دغو ټولو مجرمینو په سختو جنایتونو کي لاس درلود او دوی پر ترورستي پيښو سربیره د عامو خلکو په وژنه هم تورن ول. عراق په نړۍ کي د اعدام د سزا ورکولو پر اساس دریم نمبر هیواد دی. چین په دې برخه کي لومړی او ایران دوهم مقام لري.