1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې ياغيانو ۳۰ مخکښ کسان وژل سوي دي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۱۹, چهارشنبه

په سوريه کي د يوې ستري ياغي ډلي قوماندان په يوه چاودنه کي وژل سوی دئ. په دغه چاودنه کي تر ۳۰ زيات نور ياغيان هم وژل سوي دي. په دغه هيواد کي افراطي ډلي يو له بل سره ډيري دښمنۍ لري.

https://p.dw.com/p/1D9cJ
انځور: Reuters

د سوري د شمالي ولايت ادلب په «رام حمدان» سیمه کي د يوه کور په زېرخانه کي د «احرار الشام» ډلي نزدې پنځوس تنه مذهبي او پوځي مشران د دغي ډلي د مشر حسان عبود، سره راټول سوي ول چي يوه چاودنه رامنځ ته سوه.

په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې په حواله په دغه چاودنه کي له عبود، سره يو ځای ۳۰ تنه نور ياغيان هم وژل سوي دي.

په سوريه کي رسنيو حتی د ۴۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دئ. په سوريه کي «اسلامي جبهې» چي د دغه هيواد له څو ياغي ډلو څخه جوړه ده، ويلي دي چي پيښه د يوه موټر بم په چاودنه کي رامنځ ته سوې ده.

خو نورو سرچينو بيا ويلي دي چي يوه ځانمرگي بريد کوونکي د غونډي په منځ کي په خپل ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد چولي دي.

احرار الشام په سوريه کي يوه له تر ټولو ياغي افراطي ډلو څخه ده چي په مستقيمه توگه له القاعدې سره اړيکي نه لري. دغه ډله د سوريه په کورنۍ جگړه کي له نورو ډلو سره يو ځای د واکمن بشرالاسد رژيم پرضد جنگيږي.

ياده ډله دغه راز په سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي (IS) پرضد هم جنگیږي. دا چي د دغي پيښي ترشا د چا لاس دئ تر اوسه پوري روښانه نه ده. د پيښي مسئوليت تر اوسه چا پرغاړه اخيستی نه دئ.

د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو استازی

د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی ستفان ديمستورا، د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه دمشق کي د سوريې د بهرنیو چارو وزارت له مرستيال سره ملاقات لرل. له هغه وخت راهيسي چي دغه ايټالوي-سويډني ديپلومات ته دغه دنده سپارل سوې ده دا ئې سوريې ته لومړی سفر دئ.

په پلان کي ده چي دغه ديپلومات به د سوريې پر لوړ پوړو دولتي چارواکو سربيره د دغه هېواد د اپوزيسيون له مشرانو سره هم ملاقاتونه ولري.

داچي ديمستورا، به له بشارالاسد سره هم ملاقات په پلان کي ولري، د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي تر اوسه پوري لا معلومه نه ده.

خو په هر صورت به هغه د دمشق تر سفر وروسته د سوريې جنگ ځپلو سيمو ته هم سفرونه وکړي. تمه کيږي چي ديمستورا، به دغه راز روسيې ته هم سفر وکړي. مسکو د سوريې رژيم له ډيرو نژدې متحدانو څخه دئ.

ديميستورا د الجزايري ديپلومات لخدر ابراهيمي، ځای ناستی دئ، چي په ژنيو کي يې د سوريې د سولي له پاره تر دوو نا اميده کوونکو غونډو وروسته استعفا وکړه. دي ميستورا د ابراهيمي برخلاف يوازي د ملگرو ملتونو استازی دی.