1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې په اړه د اسلامي هيوادونو غونډه

۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سه‌شنبه

د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۷ غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان په مکه کې سره راټول شوي دي، چې د سوریې پر سره خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/15pHb
انځور: Getty Images/AFP

ښايي په دغه غونډه کې سوریه په موقتي ډول د اسلامي همکاریو کنفرانس له غړيتوب څخه وایستل شي‎.

دا په داسي حال کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په بیجینگ کې د بشارالاسد له یوه پلاوي سره گوري. د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، چي دا له سوله ییزي لاره د سوریې د شخړي د حل له پاره د چین د تلاښ یوه برخه ده.

ویل کیږي چې ښايي چین دغه راز د اسد مخالفینو ته هم یو بلنلیک واستوي چې بیجینگ ته ورشي او د اسد له استازو سره خبري اتري وکړي. چین او روسیې تر اوسه پوري د سوریې پر ضد د ملگرو ملتو د امنیت شورا د اعلامیو مخه نیولې ده.

دغه غونډه په داسي حال کې جوړیږي چې د دوشنبې په ورځ د سوریې یاغیانو ادعا وکړه چې د دولتي ځواکونو یوه الوتکه ئې ویشتلې ده. یاغیانو همداراز وویل چې هغوی د دغه الوتکي پیلوټ هم نیولی دئ.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې دولتي تلویزیون سنا، ویلي دي، چې الوتکي تخنیکي ستونزي درلودې، ځکه ئې نو پیلوټ د پراشوټ په ذريعه ځان ژغورلی دئ.

یاغیانو د یوتیوب په انترنیت پاڼه کې یوه داسي ویدیو خپره کړې ده چې پکښې پر یوې جنگي الوتکي باندي ډزي کیږي او الوتکه اور اخلي خو خپل پرواز ته دوام ورکوي. دوی ادعا کړې ده چې دغه الوتکه ئې په هوایي ځواک ضد وسله باندي ویشتلې ده.

له سوریې نه ترکيې ته د کډوالو بهیر دوام لري

ترکي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې په دغه ورځ شاوخوا ۷۰۰۰ سوریایي کډوال له خپل هیواد څخه ترکيې ته اوښتي دي. د چارواکو په خبره په سوريه کې د جنگ له پیل راهیسي شاوخوا ۶۰۰۰۰ کسان ترکیې ته اوښتي دي.

په همدې حال کې د المان د پرمختیایي چارو وزیر دیرک نیبل، په اردن کې له سوریایي کډوالو سره د لا ډیرو مرستو ژمنه کړې ده.

نیبل اردن ته د خپل سفر پر مهال وویل چې المان غواړي له دې سره د سیمه ییزو اوسیدونکو او کډوالو تر منځ د ستونزو د پېښېدو مخه ونیسي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل