1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې په کورنۍ جگړه کي د ايران رول

احمدولي اڅکزی/ بيرگيت۱۳۹۱ اسفند ۱, سه‌شنبه

د ايران اسلامي جمهوريت په سوريه کي د بشارالاسد د رژيم يو ټينگ ملگری دی. ايراني ملايان له وخته لا په دې توانېدلي دي چي په دمشق کي خپل اغېزه زياته کړي.

https://p.dw.com/p/17h20
A rebel fighter shoots towards Syrian government forces through a hole on the wall of a flat in the Salaheddine neighbourhood of Aleppo on February 16, 2013. More than 300 people were abducted by armed groups in northwestern Syria over two days in an unprecedented string of sectarian kidnappings, a watchdog and residents said. AFP PHOTO/BULENT KILIC (Photo credit should read BULENT KILIC/AFP/Getty Images)
Syrien Rebellen in Aleppoانځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

د سوريې واکمن بشارالاسد پر دولتي تلويزيون راڅرگند سو او ويې ويل چي دمشق د جوابي بريد له پاره اړين وسائل په واک کي لري. اسد پداسي حال کي د دولتي تلويزيون پر پرده وښوول سو چي په قصدي او څرگنده توگه يې د ايران د امنيتي شورا غړی هم تر څنگ ولاړ وو.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، حسين امير عبداللهيان بيا وړاندوينه وکړه چي د سوريې پر خاوره د اسرائيلو بريد به د تل ابيب له پاره «قوي پايلي» ولري.

خو دا چي څوک د ځوابي بريد قدرت لري، هغه تر مخه لا څرگنده سوې ده. بشارالاسد پخپله زيات قدرت نه لري چي يوازي جواب ووايي. برعکس اوس داسي معلوميږي لکه د تهران مشرتابه چي د دمشق چاري پر غاړه اخيستي وي، که څه هم چي اسد همېشه پر دې ټينگار کوي چي په کورنيو چارو کي د هيڅ چا مداخله نسي زغملای.

ايران د سوريې د کورنۍ جگړې اړخ

خو دا نوې نه ده چي ايران په سوريه کي مداخله کوي. د دې څخه ترمخه لا چي اسرائيل په سوريه کي دننه يو ځای په نخښه کړي، ايران په سوريه کي حضور درلود. له بل اړخه دا لا تراوسه نه ده څرگنده چي په سوريه کي د اسرائيلي بريد اصلي موخه او نخښه څه شی وو. سوريه ادعا کوي چي يو پوځي لابراتوار يې په نخښه کړل سوی دی. د امريکا متحده ايالت بيا وايي چي د وسلو د لېږد يو قطار په نخښه سوی دی. خو يو شی چي په دقيقه توگه معلوم دی، هغه دا دی چي د اسرائيل د دغه يرغل په نتيجه کي ايرانيان هم وژل سوي دي.

دا يوه پټه خبره نه ده چي ايران په سوريه کي د پاڅون له پېل سره سم د سوريې له رژيم سره مرسته کوله. خو د وخت په تېرېدو او د پيښو په رامنځ ته کېدو سره د دغې مرستي په مقدار کي ډير زياتوالی راغلی دی.

په داسي حال کي چي په سر کي ايران په مخفي توگه سوريې ته تخنيک او وسلې، پوځي روزونکي، سياسي مشاورين او استخبارتي معلومات لېږل، اوس دغه هيواد د سوريې د کورنۍ جگړې يو څرگند اړخ گرځېدلی دی.

څو ورځي دمخه اورپکو په سوريه کي د ايران د انقلاب ساتونکو د ځانگړي پوځي ډلې یو قومندان وواژه. په لبنان کي د ايران د سفارت په وينا وژل سوی کس حسام خوشنويس وو، چي په لبنان کي د بيا رغونې د ايراني کميسيون غړی وو.

د ايران پوځيان په سوريه کي

د «ايران د جمهوريت ساتونکو» په نوم ځانگړي ايراني پوځي واحدونه هم په سوريه کي فعال دي. دوی د پاڅون کوونکو پر ضد د سوريې د پوځ ملاتړ کوي. له بغداد څخه ځني منابع حتی وايي چي په سوريه کي عام ايراني عسکر هم سته، چي د پوځي مقرونو ساتنه کوي او په دې توگه وهغه بل اړخ ته اوښتو سوريايي عسکرو تشه ډکوي.

د امريکايي استخباراتي ادارو يو مخفي رپورټ هم رسنيو ته رسېدلی چي پکښي راغلي دي، د ايران مذهبي مشر آيت الله خامنايي د القدس ايرانۍ ځانگړي پوځي ډله په دې مکلفه کړې ده چي د سوريې د رژيم د ړنگېدو په صورت کي په سوريه کي د لويديځوالو پر ضد جگړه وکړي. دا په داسي حال کي ده چي د دغه ډلې نوم «قدس» د بيت المقدس څخه اخيستل سوی دی.

په سوريه کي د القدس فعاليت د اسرائيلو له پاره د يو لوی گواښ معنی لري ولي چي سوريه و اسرائيلو ته ډېر نژدې ده. داسي ويره سته چي ايراني پوځيان له سوريې څخه اسرائيلو ته ور نه سي.