1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې پوځ يوه امريکايي بې پيلوټه الوتکه را اچولې ده

afp,rtr,dpa۱۳۹۳ اسفند ۲۷, چهارشنبه

د سوريې د دولتي رسنيو په حواله د دغه هيواد پوځ د امریکا يوه بې پيلوټه الوتکه ويشتلې او را اچولې ده. امریکا دغه الوتکي په سيمه کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد کاروي. دغه ډله د سوريې رژيم دښمنه هم ده.

https://p.dw.com/p/1EsTI
انځور: picture-alliance/dpa

د سانا خبري آژانس د راپور له مخي د «دښمن» دغه الوتکه په اللاذقيه ولايت کي په توغندی ويشتل سوې او را اچول سوې ده. خبري آژانس په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.لاذقيه، د سوريې د واکمن بشارالاسد پوخ مرکز بلل کيږي.

د امریکا متحدو ايالاتو پوځ ويلي دي چي د سوريې په شمال لوېديځ کي ئې د «Predator» په نوم بې پيلوټه الوتکي سره اړيکي قطع سوي دي. خو تر اوسه پوري ويلای نه سي چي دغه الوتکه دي ويشتل سوې او را اچول سوې وي.

د امریکا د پوځ يوه چارواکي ويلي دي چي د پيښي په اړه ئې څېړني پيل کړي او نور جزئيات به ئې وروسته وړاندي کړي.

امريکا متحد ايالات او متحدان ئې دغه بې پيلوټه الوتکي د سوريې په حلب او الرقه ولايتونو کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد کاروي.

اسلامي دولت ډله په سوريه کي د نورو ياغي ډلو او دولت پرضد جنگيږي. په دې سره نو دغه تروريستي ډله هم د امریکا متحدو ايالاتو او هم د بشارالاسد رژيم دښمنه ده.

که دغه الوتکه رشتيا هم د سوريې رژيم ځواکونو ويشتلې وي، دا به لومړۍ الوتکه وي چي د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي عملياتو کي د سوريې ځواکونو له خوا را اچول کيږي.

په سوريې کي له تيرو څلورو کلونو راهيسي خونړۍ کورنۍ جگړه روانه ده او د تيرکال له دوبي راهيسي چي افراطي ډلي اسلامي دولت هم پرختگونه کړي دي، دغه جنگ نور هم زور اخيستی دئ.

د سوريې د بشري حقونو د څارني سازمان د راپور له مخي په دغه هيواد کي د جگړې له پيل راهيسي (۲۰۱۱م کال پسرلی) تر اوسه پوري نزدې ۲۱۵۰۰۰ انسانان وژل سوي دي.