1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې کيمياوي وسلو اندېښنې را پورته کړي دي

۱۳۹۱ مرداد ۳, سه‌شنبه

د سوريې د حکومت دې گواښ چي که چيري له دباندي څخه ورباندي يرغل وشي له کيمياوي وسلو څخه به کار واخلي، نړيوال انديښمن کړي دي، په خاصه توگه اسرائيل انديښنه لري چي دا وسلې د حزب الله لاس ته ور نه سي.

https://p.dw.com/p/15e0N
انځور: Reuters

ولسمشر بشار الاسد د خپل هيواد د روان وضعيت په هکله لا تر اوسه په ښکاره توگه څرگندوني نه کوي. د هغه انځورونه يوازي په تلويزوني راپورونو کي ليدل کيږي.

هغه د بهرنيو چارو وزارت وياند، جهاد مقديسي ته صلاحيت ورکړی دئ، چي د سوريې د وضعيت په هکله معلومات ورکړي. په مطبوعاتي کنفرانس کي مقديسي په لومړي سر کي د هغو اوازو په اړه، چي سوريه کيداي شي د بغاوت ټکولو له پاره له کيمياوي وسلو څخه کار واخلي، د بهرنيو چارو د وزير څرگندوني ولوستلې.

د دې له پاره چي د وزير دريځ سم څرگند شي، هغه دغه څرگندوني په انگلېسي ژبه ترجمه کړې:

«د ډله ييزي وژني او نوري غير متعارفي وسلي چي د سوريې د حکومت په اختيار کي دي، هيڅکله به په روان کړکيچ کي، د ولسي خلکو پر ضد استعمال نه سي، حتي که شرايط بدل هم سي، دغه ټولي وسلې به د سوريي د لښکر تر څارني او ساتني لاندي وي. دا وسلې ښايي يوازي هغه وخت په کار ولويږي چي پر سوريې باندي له دباندي څخه يرغل وشي. زه غواړم چي دا خبر د لويديځوالو غوږو ته ورورسوم.»

خو اوس نه يوازي په لوېديځ، بلکي په منځني ختيځ کي او په خاصه توگه په اسرائيلو کي دا انديښني زياتي شوي دي چي که چيري د اسد رژيم له کيمياوي وسلو څخه کار واخلي او يا هغه د حزب الله د ډلي لاس ته ورشي، د سوريې کړکيچ ښايي گاونډيو هيوادونو ته هم پراخ شي.

اسرائيلو اعلان کړی دئ، چي په دغسي يو حالت کي به په يوه مقابل يرغل لاس پوري کړي. سر بيره پردې اسرائيل دا انديښنه هم لري چي د اسد رژيم د نسکوريدو په صورت کي ښايي د هغه کيمياوي وسلې د «غلطو خلکو او يا ترهگرو ډلو لاس ته ورسي.»

د اسرائيلو يوه لوړ پوړي مقام نن وويل، چي د بشارالاسد رژيم احتياطي اقدامات پيل کړي دي، چي کيمياوي وسلې د ياغيانو لاس ته ور نه سي. خو دا بسيا نه کوي.

د اسرائيلو يوې مشهوره ورځپاڼه، حاريز، د دغه اسرائيلي چارواکي له خولي لیکي چي تر اوسه پوري داسي نخښي نه شته چي « بشارالاسد دغه وسلې د ايران پلوي ډلي حزب الله ته ليږدولي وي او يا قصد ولري، خو يوازي ئې داسي اقدام کړی دئ، چي د ياغيانو او يا القاعدې ډلو لاس ته و نه لويږي.»

له هغه وروسته چي د سوريې رژيم اعتراف وکړ، چي کيمياوي وسلې لري، د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د سوريې حکومت ته خبر داری ورکړ، چي دا به د هغه «سخته اشتباه » وي چي د دغو وسلو څخه کار واخلي:

«اوس چي معلومه شوه، نو موږ به اسد او د هغه کسانو ته څرگنده کړو چي نړۍ تاسي څاري، که چيري دغه خطرناکه اشتباه وکړی او له دې وسلو کار واخلی تاسي به عدالت ته را کش کړو.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زيارمل