1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې کډوالو له پاره د نورو مرستو غوښتنه

سيد رياض/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۸, دوشنبه

د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک، ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د سوریې د کورنۍ جگړې له کډوالو سره ولیدل. هغه د سوریې د کډوالو د ساتنې په برخه کې د ترکیې ژمنتیا وستایله.

https://p.dw.com/p/1BpKD
انځور: Reuters

ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک، د سوریې د کورنۍ جگړې له کډوالو سره د آلمان په مرستو کې د زیاتوالي غوښتنه وکړه. یوآخیم گاوک، د ترکیې په سویل کې د عراقي کډالو يو کمپ «قهرمان مرعش» د لیدنې پر مهال وویل چې آلمان دلته نور ډیر څه کولای شي. گاوک د سوریایي کډوالو په برخه کي د ترکیې ژمنتیا وستایله.

په ترکيه کي نزدې میلیون سوریایي کډوال میشت دي. گاوک د خپل هیواد پر مسئولو چارواکو غږ وکړ چې د سوريې له کډوالو سره د مرستو د زیاتوالي له پاره خپلي هڅي نوري هم پراخي کړي: «کله چې موږ د سوریې د گاونډیو هیوادونو لکه ترکیې، اردون او لبنان پراخو هڅو ته پام واړو، موږ باید له خپل ځان څخه پوښتنه وکړو چې آیا د یو هوسا او شتمن هیواد په توگه ټولي هڅي مو کړي دي، څو د کډوالو د ناورین مخه ونیسو؟»

د سوريې د کورنۍ جگړې د نه پای ته رسیدو له امله، د آلمان ولسمشر پر نړیوالي ټولني باندي نیوکه وکړه: «تاسي وگورئ، موږ د دې توان نه لرو چي د سوریې په دننه کې روان قتل ودرو، خو لږ تر لږه موږ باید دا پوښتنه له ځان څخه وکړو چې آیا موږ له خپلو ټولو امکاناتو کار اخیستی دي، څو د دغو بې وزلو انسانانو مرسته وکړو.»

په ترکيه کي میشته آلماني سرتیرو سره لیدنه کتنه

یوآخیم گاوک، انقرې ته تر سفر کولو د مخه د قهرمان مرعش په سیمه کې د «پیترویات» توغندیو د آلماني قطعې له سرتیرو سره ولیدل. هغه سرتیرو ته په وینا کې پر دې خبره ټینگار وکړ چې له هيواد څخه دباندي د آلماني سرتیرو ماموریت «د ترکیې د ځمکنۍ بشپړتیا د ډاډمنتیا او د یوه متحد د خوندي ساتلو له پاره اساسي او مهمه ونډه ده.»

د ناټو د غړي هیواد ترکیې د غوښتنې له مخې، له تیر کال راهیسې د آلمان، امریکا متحده ایالاتو او هالند هیوادونو د پیترویات ډوله توغندیو د دفاعي سیستم قطعات د ترکیې په خاوره کې د سوریې سرحد ته نژدې ځای پر ځای شوي دي. هغوی باید له سوریې څخه د ترکیې پر لور د ممکنه توغندي بریدونو مخه ونیسي.

ترکیې ته د آلمان د ولسمشر رسمي سفر سره له نن څخه (دوشنبې د اپریل میاشتې ۲۸مه) پیلیږي. په پام کې ده چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې به یوآخیم گاوک به د ترکیې له ولسمشر عبدالله گل او لومړي وزیر رجب طیب اردوان سره وویني. د آلمان ولسمشر به د دواړو هیوادونو تر منځ د نزدي اړیکو درناوی وکړي، خو دی به د دیموکراسۍ، ښې حکومتوالۍ او همداشان د لږکیو د حقوقو د خوندي ساتلو په برخو کې د نیمگړتیاوو په هکله هم خبري اتري وکړي.

ترکیې ته د یوآخیم گاوک، د سفر تر مخه په رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي ول چې د مطبوعاتو آزادي به د آلمان د ولسمشر د خبرو اترو اصلي موضوع وي. گاوک به همداشان د اپوزیسیون له سیاستوالو او د بشري حقونو له فعالانو سره هم لیدنه کتنه وکړي.

د ترکیې پر حکومت انتقاد

د تیر کال د دوبي په موسم کې د استانبول د گیزي پارک په احتجاجونو کې تر خونړي آخ او ډب وروسته انقره له کورني او نړیوالو نیوکو سره مخامخ ده. د دغه هیواد پر لومړي وزیر اردوان باندي د اختلاس تورونه لگول کیږي او د هغه له خوا پر ټولنیزو رسنیو لکه یوټیوب او تویتر باندې د لگول شوو مؤقتي بندیزونو له کبله په نړیواله کچه وغندل شو.

د شنبې په ورځ د ترکیې ولسمشر عبدالله گل، یو شخړه ییز قانون چې د دغه هیواد د استخباراتي ادارې «ام آی ټي» واک لاپسې غځوي، لاسلیک کړ. اوس دغه اداره د هیواد دننه او دباندي د جاسوسي فعالیتونو په هکله د اقداماتو له پاره آزاد لاس لري. په دغه ترڅ کې شخصي تلیفوني مکالمو ته غوږ نیول او د تروریزم او نړیوالو جرمونو په اړه د استخباراتي معلوماتو راټولول شامل دي. تر دې دمخه باید د هرې پیښې له پاره اجازه تر لاسه شوې وای.