1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې کړکېچ د حل له پاره نوي هڅي

عبدالباري حکيم (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالات او روسيه غواړي د سوريې جگړي د پای ته رسولو له پاره يو سوله ييز حل پيدا کړي. هغوی د داسي يوه کنفرانس غوښتنه کوي، چي د سوريي رژيم او مخالفين دواړه پکښې گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/18UxD
Russia's President Vladimir Putin (3rd R) listens to U.S. Secretary of State John Kerry (3rd L) during their meeting in Moscow, May 7, 2013. Kerry told Putin on Tuesday the United States and Russia share common interests in Syria, including promoting regional stability and preventing the spread of extremism. REUTERS/Maxim Shemetov (RUSSIA - Tags: POLITICS)
Kerry in Russland Putinانځور: Reuters

د سوريي کړکېچ د ۲۰۱۱ کال له مارچ مياشتي را هيسي، کله چي د دغه هيواد خلکو د بشارالاسد رژ يم پرضد پاڅون پيل کړ، ورځ تر بلي خونړی شوی دی. تر اوسه پوري۷۰۰۰۰ انسانان وژل شوي دي. ستره انديښنه دا ده چي د دې کړکېچ لمن کيدای شي نورو سيمو ته هم پراخه شي. تر اوسه پوري ټولي هغه هڅي چي دا جگړه پای ته ورسوي، له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

خو اوس ښايي د سوريي د کړکيچ په تگلاره کي يو پريکړنده بدلون رامنځ ته شي. هغه دا چي: روسيه او امريکا متحده ايالات غواړي چي يو نړيوال کنفرانس را وبولي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د سه شنبې په ورځ په مسکو کي له خپل روسي سيال سرگي لاوروف، سره تر ليدني وروسته وويل، چي دغه کنفرانس به په روانه ميلادي مياشت کي جوړ شي او په هغه کي به د سوريي د رژيم او د هغه مخالفين دواړه گډون وکړي. لاوروف بیا په خپل وار سره دغه خبره تائيد کړه او ويې ويل: «په دې هکله توافق وشو چي ټول اړخونه د يوه سياسي حل له پاره وهڅول شي.»

په برلين کي د پوهي او سياست په نامه د يوې څېړنيزي موسسې مشر، فولکر پرتيز دويچه ويله ته وويل: «دا يو ډير ښه گام دي چي اخيستل کيږي. بالاخره امريکايان او روسان په گډه هڅه کوي چي د حل لاره پيدا کړي، ځکه د دغه کړکېچ برخليک بايد د سيمي قدرتونه، لکه قطر، ايران، سعودي عربستان او نور په لاس کي وا نه خلي.»

دغه کار پوه يادونه کوي، په داسي حال کي چي د سوريي خلکو په لومړي سر کي بې له زور زياتي د اصلاحاتو او ديموکراسي له پاره احتجاجونه کول، اوس له بده مرغه هغه په يوې وسله والي نښتي بدل شوي دي چي پکې د شيعه او سني تر نامه لاندي د پرديو د گټو د خونديتوب له پاره جگړه کيږي. د سوريې رژیم د ملاتړ په برخه کي ايران په يوه قطر او سعودي عربستان په بل اړخ کي قرار لري.

پر واشنگټن او مسکو باندي فشار

لاوروف له کيري سره په ليدنه کتنه کي ټينگار وکړ چي د مسکو حکومت په سوريه کي د يو «څو محدوو کسانو» د برخليک په هکله نه، بلکي د سوريي د ټولو خلکو په اړه فکر کوي. تراوسه پوري روسيې او چين د ملگرو ملتو د امنيت په شورا کي د دي مخالفت کاوه چي د ولسمشر بشارالاسد پر حکومت باندي فشار راوړي ترڅو له زور زياتيو څخه لاس واخلي.

د آلماني کارپوه، پرتيز په نظر په دې کنفرانس کي به وليدل شي چي آيا روسيه په دمشق کي د اسد پر رژيم فشار راوړي که نه. پر مسکو او واشنگټن باندي د سوريې د کړکېچ د حل لاري موندلو فشارونه وروسته له هغي زيات شول چي څو ورځي مخکي اسرائيلو دمشق ته څرمه پر ځينو هدفونو باندي هوايي حملې وکړې او سوريې د غچ اخيستلو گواښ وکړ.

په دې صورت کي امريکا د اسرائيلو د يو متحد په توگه مجبوره کيږي چي په سوريه کي پوځي مداخله وکړي. دا هغه څه دي چي ولسمشر بارک اوباما يي نه غواړي. له بلي خوا دا انديښنه هم شته چي د اسد رژيم له نسکوريدو سره ښايي د قدرت خلا رامنځ ته شي. د آلمان د ماينز په پوهنتون کي د عربي نړۍ د چارو کار پوه، گوينتر ماير وايي په همدي وجه واشنگټن او مسکو مجبوره شوي دي چي د سولي يو کنفرانس ته مخ واړوي.

ماير خبرداری ورکوي، دا انديښنه موجوده ده چي د قدرت خلا ښايي د ترهگرو ډلو لکه، د القاعدې ملگرې ډله، النصره چي له پوځي لحاظه ډيره پياوړي ده، ډکه کړي. خو دغه آلماني کار پوه د سوريي کنفرانس د برياليتوب په اړه ډير زيات هيله من نه دی:

«زه ډير خڼدونه وينم. په لومړي سر کي د يو اوربند غوښتنه ده، له بلي خوا ياغيان په خپلو مينځو کي سره يو موټی نه دي، حتي که چيري د سوريې آزادۍ بخښونکی پوځ او ځيني نوري ډلي ووايي چي هو موږ اوربند ته تيار يو، خو د النصره ډله دا خبر ور سره نه مني.»

له داسي انديښنو سره سره د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو وستر ويله او د اروپايي اتحاديي د بهرنيو چارو مسئولي، کاترين اشتون د سوريې د کړکيچ د سوله ييز حل له پاره له دې کنفرانس څخه د يو «هيله ورکونکي» اقدام په توگه هرکلی کړی دی.