1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د یاغیانو د زهرجن ګاز د استفادې له کبله د مسکو خبرداری

۱۳۹۷ شهریور ۶, سه‌شنبه

مسکو د سوریې په ادلیب ښار کې د رژیم د مخالفینو له لوري د زهرجن ګاز د یوه برید خبرداری ورکړی خو د دې د موجه کیدو په برخه کې لا هم پوښتنې موجودې دي. غربي هیوادونه بیا د اسد د رژیم په لاس د زهرجن ګازو د برید خبرداری ورکوي.

https://p.dw.com/p/33ten
Syrien Idlib Giftgas Angriff
انځور: picture alliance/dpa/M.Karkas

د شنبې په ورځ د روسیې د دفاع وزارت نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ چې د سوریې یاغیانو، د تحریر الشام په نامه د اسلامپاله ترهګرې ډله اوس مهال د سوریې په شمال غرب د ادلیب په ښار کې د کیمیاوي وسلو د برید له پاره چمتوالی نیسي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف، ویلي چې دغه ډله غواړي چې د دغه راز یوه برید صحنه جوړه کړي او په دې کار سره بیا غواړي چې د اسد رژیم د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن کړي.

د روسیې په قول یاغیانو د جسر الشغور په نامه ښار ته څیرمه یوه کلي ته د کلوروفین په نام کیمیاوي مواد انتقال کړي دي. زیاته شوې چې یاغیانو یو بهرني شرکت په دنده ګمارلی څو د دې برید په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړي. سربیره پر دې روسیې ویلي چې یو شمیر یاغیان غواړي چې د سپین خولو په څیر جامې واغوندي او د برید په سیمه کې بیا خلک وژغوري. په عادي حالاتو کې د اسد د رژیم له لوري تر بریدونو وروسته، د سپین خولو په نامه د ژغورونکو ډله د قربانیانو د ژغورنې په برخه کې خپل ماموریت پیلوي.

Syrien Weißhelme Hilfsorganisation
انځور: Imago/Zumapress

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند کوناشنکوف، په حواله د یاغیانو له لوري د برید د دغې صحنې جوړولو هدف دا دی چې دوی غواړي امریکا متحده ایالات، بریتانیا او فرانسې ته د هوايي بریدونو په برخه کې یو ثبوت په لاس ورکړي.

«بې اساسه تورونه او درواغ»

د روسیې دغه خبرداري یو شمیر غبرګونونه هم راپارولي. په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې د سوریې له یاغیانو سره نزدې اړیکي لري خو په نړیواله کچه د ډیر اعتماد وړ نه دی، د مسکو دغه خبرداری «درواغ» یاد کړي دي.

Syrien Idlib Giftgas Angriff
انځور: picture alliance/dpa/M.Karkas

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان مشر رامي عبدالرحمن، په دې هکله د نړیوالو رسنیو رپوټونو ته په اشارې سره وویل: «دغه تورونه یوازې په ادلب کې د جګړو په موخه دي.»

نوموړي زیاته کړې چې د کلور په نامه کیمیاوي مواد دغې سیمې ته په بشپړه توګه د یوه بل هدف له پاره انتقال شوي دي. عبدالرحمن وویل: «د اوبو د پاکولو په موخه وخت نا وخت د د کلوروفین ګاز د [دغې] سیمې د اوبو په دستګاه کې استفاده کیږي.»

«روسان پر اسد اعتماد نه لري»

په عین وخت کې داسې پوښتنې هم راولاړیږي چې په داسې حال کې چې په سوریې کې د نړیوالو سازمانانو د استازو په ګډون ټول ښکیل اړخونه اوس مهال سوریې ته ځانګړی پام لري، په دې ترڅ کې مسکو ولې نړیوالې ټولنې ته د دغه راز خبرداري له پاره لاس اوږد کړی دی؟

Syrien Idlib - Zerstörtes Fahrzeug nach Explosion
انځور: picture-alliance/AA/A. Fetravi

د "Adopt a Revolution" په نامه له سازمان څخه الیاس پرابو چې له بهرنیو سره نږدې دی، په دې باور دی چې داسې احتمال لري چې ان روسان هم د اسد پر رژیم اعتماد نه کوي. نوموړي له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې په ظاهر کې داسې ښکاري چې مسکو په دې هکله ډاډه نه دی چې د اسد حکومت به په حقیقت کې کیمیاوي وسلې استفاده کړي او که نه. الیاس زیاته کړه چې په تیرو وختونو کې د زهرجن ګاز د بریدونو ۳۴ پیښې د ملګرو ملتونو د پلټونکو لخوا پلټل شوي او له دې څخه په ۲۸ پیښو کې یې د اسد رژیم مسوول ګڼل شوی دی. د هغه وینا په دې پیښو کې د اسد رژیم نه یوازې د کلور په نامه له ګاز بلکه د سارین او نورو ګڼ شمیر کیمیاوي موادو څخه کار اخیستی دی.

nka, af (Knipp)