1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریایي کډوالو د ویش په هکله خبرې اترې

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

له ترکیې څخه د سوریایي کډوالو د منلو په هکله چمتووالی ښایي بشپړیدو ته نزدې شوی وي. په آلمان کې هره میاشت د منل کیدونکو کډوالو شمیر به هم روښانه شي. د اروپایي اتحادیې هیوادونه د پنجشنبې په ورځ په دې هکله سلا مشورې کوي.

https://p.dw.com/p/1IZTK
Deutschland Syrische Flüchtlinge aus der Türkei kommen in Hannover an
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

د یوه رپوټ له مخې د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه غواړي چې د پنجشنبې په ورځ له ترکیې څخه د سوریایي مهاجرو د ویش پر اساسي معیار باندې توافق ته ورسیږي.

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه توافق به د راتلونکو څلورو میاشتو له پاره وي. دغه رپوټ زیاتوي چې آلمان به هره میاشت سل سوریایي مهاجر مني، چې دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي. زیاته شوې ده چې په ټوله کې به له دغه هیواد څخه هره میاشت ۱۱۰۰ مهاجر په اروپایي اتحادیه کې میشت منل کیږي.

د مهاجرو د ویش د دغي نوي پلان شالید د اروپایي اتحادیې او ترکیې تر منځ د مهاجرو په هکله شوي تړون ته ورگرځي. د دغه تړون له مخې به کابو ټول هغه کسان چې په ناقانونه توگه له ترکیې څخه یونان ته رسیدلي بیرته دغه هیواد ته واستول شي. همداشان د دغه تړون له مخې هر سوریایي مهاجر چې ترکیې ته استول کیږي، په بدل کې به یې اروپایي اتحادیه په قانوني توگه یو سوریایي مهاجر مني چې د ترکیې په مهاجر کمپونو کې ژوند کوي. په یونان کې اوس مهال ۵۰۰۰۰ مهاجر بند پاتې دي.

د مهاجرو د منلو د پلانونو په هکله د اروپایي اتحادې غړو هیوادونو د تیر کال په دوبي کې ژمنې کړې وې. د هغې پر اساس ناروې به د میاشتې ۲۱۸، فرانسه ۱۴۸ او ایټالیا ۱۱۸ مهاجر مني.

مېرکل ترکې ته سفر کوي

له ترکیې سره اروپایي اتحادیې د مهاجرو په هکله د تړون په ترڅ کې د شپږو میلیاردو یورو ژمنه کړې، څو په دغه هیواد کې مېشتو د مهاجرو په وضعیت کې ښه والی راوستل شي. په پام کې ده چې د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل، د شنبې په ورځ ترکیې ته سفر وکړي او په دغه ځای کې د اوسیدونکو مهاجرو د اساسي ملاتړ په هکله معلومات تر لاسه کړي. پر دې سربیره د دغه سفر موخه د مېرکل په وینا د لومړنۍ پروژې پر لار اچول او د دې اوریدل دي چې څه ته اړتیا ده.

مېرکل پر دې خبره ټینگار کړی دی چې دا د آلمان او ترکیې تر منځ کومه لیدنه کتنه نه ده، بلکې د اروپایي اتحادیې او ترکیې له اجنډا سره تړاو لري. مېرکل به د اروپایي اتحادیې د شورا له مشر دونلد توسک، او همداشان د دغې اتحادیې د کمیسیون له مرستیال مشر سره په گډه د ترکیې غازي عینتاب، ښار ته سفر وکړي. په دغه ځای کې زیاتره سوریایي کډوال میشت دي.

پر کلیوالي سیمو د کډوالو ویشل

د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې پر دې سربیره د آلمان حکومت پر هغه یوه پلان باندې کار کوي، چې له مخې به یې په راتلونکي وخت کې کډوال پر لیرې پرتو کلیو او بانډو باندې وویشل شي. د آلمان د کرنې فدرالي وزیر کریستیان شمدت، د «فرانکفورتر آلگماینن څایتونگ» سره په مرکه کې ویلي دي چې د پناه غوښتنې په قضیه کې د هستوگني مکلفیت په پام کې نیولو سره د فولدا، په څیر منځني ستر ښارونه تر تمرکز لاندې دي. هغه په دغه شان ښارونو او لیرې پرتو سیمو کې د مهاجرو میشت کولو ته د یوه چانس په سترگه گوري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب