1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې اپوزیسیون: په روژه کې د انقلاب د بري په تمه یو

۱۳۹۰ مرداد ۱۰, دوشنبه

د سوریی د حما په ښار کی د بشار الاسد د رژیم ځواکونو نن بیا په احتجاج کونکو باندی برید وکړ. د عینی شاهدانو د وینا له مخی لږ تر لږه 4 تنه وژل شوی دی. نړیواله ټولنه د سوریی د وضعیت په هکله انديښنه لری

https://p.dw.com/p/127Zw
په سوريه کی د حکومت د مخالفينو او پوځ ترمنځ د اخ او دب لړی روانه ده
په سوريه کی د حکومت د مخالفينو او پوځ ترمنځ د اخ او دب لړی روانه دهانځور: picture-alliance/abaca

د تیرې جمعې د لمانځه راهیسې په ټوله سوریه کې د بشارالاسد څخه د روژۍ د میاشتې په درناوی د دندې د ګوښه کیدو غوښتنه کیږي. خو بشارالاسد د حما په ښار کی چې د مظاهره کونکو ټاټوبې بلل کیږي، د خونړیو بریدونو په کولو سره وښودله چې دې استعفاء ته چمتو نه دی.

رژیم ته وفادارو ځواکونو نن ( دوشنبه) د احتجاج کونکو پر ستر مرکز ، حما، باندی له درنو وسلو سره برید وکړ.

د ملګرو ملتو عمومی منشی بان کی مون په سوریه کی د روان وضعيت په هکه انديښنه څرګنده کړه او له حکومت څخه یی وغوښتل چی د زور زياتيو لړی ته خاتمه ورکړي.

آلمان د سوريی د حما په ښار کی د ءرزيم د خونړیو بريدونو په پآم کی نيولو سره د ملګرو ملتو د امنیت د شورا د یو بيړني غوندي لپآره بلنه ورکړه.

د سوریی د رژیم ځواکونو پرون په حما کې د حکومت مخالفین د برچی په زور وټکول. په سوریه کې د احتجاج د لړۍ د پیل راهیسې تر اوسه کابو ۱۸۰۰ تنه وژل شوي دي.

د جولايي په ۳۱ چې د یکشنې ورځ وه، حکومت په ټول هیواد کې یو زیات شمیرمخالفین ونیول او یا یې پرې ډزې وکړې، د دې یوه وجه د روژۍ د میاشتې رارسیدل دي. ځکه د سوریې اپوزیسیون خپلې ټولې هیلې د روژې میاشتې پورې تړلې دي.

د سوریی ولسی خلک هڅه کوی چی پوحيان قانع کړی چی پر خپلو خلکو ډزی ونه کړي
د سوریی ولسی خلک هڅه کوی چی پوحيان قانع کړی چی پر خپلو خلکو ډزی ونه کړيانځور: picture alliance/abaca

د دوي یو تن مشر وايي:« د روژې میاشت د سوریی د انقلاب لپاره یو لوې چانس دی. په دې میاشت کې خلک ډير احساساتي وي او هر ورځ په جوماتونو کې هم راټولیږي. جوماتونه یواځنی ځایونه دی چی کولای شو پرته له کوم خطر څخه مونږ هلته سر ټول شو، او دی روژی په میاشت کی هر ورځ. ښایی دا په سوریه کی د بدلون راوتسلو لپاره ښه لاره وی.»

د اسلام له نظر په روژه کې په مظاهرو باندی بندیز نه شته. د سوریې رژيم او د هغه واکمن بشار الاسد ښه پوهيږی چی په دی میاشت کی له څه ډول خطرونو سره ښایی مخامخ شی.

د رژیم مخالفین په دی نظر دی چی د همدی خطر په پام کی نیولو سره رژیم مخکی له مخکی په حینو اقداماتو لاس پوری کړ.

یو تن چی د امنیتی وجوهاتو له امله یی خپل نو نه دی بربنډ کړی، د آلمان غږ راديو ته د تیلفونی تماس له لاری وویل:« مونږ اوریدلې چې حکومت غواړي جوماتونو په دې پلمه وتړي چې غواړی ترمیم یی کړي. خو په اصل کې رژیم ویره لري چې په روژه کې به په جوماتو کې هره ورځ خلک راټولیږي او مظاهرې به کوي.»

د جوماتونو بندول هغه یوه هڅه ده چې د احتجاجونو د بندولو لپاره کیږي. ډيره مهمه خبره به داوي چې پلازمینه دمشق د دې مظاهرو څخه وساتل شي. تر اوسه په دغ ښار کی وضعه ارامه ده خو که د مظاهرو لړۍ پلازمینې ته ورسیږي نو بیا به رژیم د جدي ستونزې سره مخ شي.

عیني شاهدان د دمشق وضعه داسې تشریح کوي:

« په دمشق کې ډير زیات عسکر لیدل کیږي لکه د مظاهرو د لړۍ د پیل په وخت کې چې لیدل کیدل. د ښار شاوخوا سیمې محاصره شوي دي. په هره کوڅه کې یو مورچل تر سترګو کیږي. د پوځ شتون هیڅ کله دومره زیات نه وو»

دا چې د روژۍ په میاشت کې به په دقیقه توګه څه وشي په دې څوک نه پوهیږي خو د دې نښې ډيرې دي چې وضعه به ډيره خرابه شي.

آژانسونه/ وینیګ/ بریښنا

کتونکی: عبدالباري حکيم