1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې خبري اتري په ټپه ودرېدې

کلاوډيا ويټ / محمد شيرين گرديوال۱۳۹۲ بهمن ۲۷, یکشنبه

د سوریې د حکومت او اپوزيسيون تر منځ د خبرواترو يوه بله اونۍ بیله کومي پایلي څخه پای ته ورسېده. دا پوښتنه هم تر اوسه پوري بې جوابه پاته ده چې د خبرو اترو د رکود مسؤليت د چا په غاړه دی.

https://p.dw.com/p/1B9xu
انځور: UN Photo/Jean-Marc Ferré

د سوریې د خبرو اترو د دوهم پړاو په آخره کې د ملګرو ملتونو منځګړي اخضر ابراهیمي دواړه ډلې د یوې فکري تفریح د پاره کور ته ولیږلې. ابراهیمي ویلي دي چې د بشارالاسد د رژیم د استازو او د اپوزيسیون د استازو تر منځ خبري اتري خورا ستونزمنې وې.

دا په اصل کې د يوې تیري شوي اونۍ پایله وه چې ابراهیمي جوته کړه. هغه وويل « په خبرو اترو کې د دواړو ډلګه ګيو له اړخه هیڅ پرمختګ رامنځ ته نه شو او دا هم جوته نه شوه چې په راتلونکې کې به څه کیږي. دا ښه کار دی چې دواړه ډلې بیرته خپلو کورونو ته ولاړي شي او پدې فکر وکړي چې دوی په شعوري ډول مسؤليت په غاړه واخلي.»

«ایا دوی غواړي چې دغه پروسه پرمخ یوسي او که نه؟» کله چې ابراهیمي دغه خبره کوله نو خورا ستومانه بريښیده. دا د سوریی حکومت دی چې د جينوا په خبرو اترو کې د جنوري د پای څخه تر اوسه پوري یو ملي متر مخکي ندی راغلی.

« ټول وسله وال مخالفين ترهگر دي»

د خبرو اترو په لمړي پړاو د فبروري په پیل کي حکومتي ډلګه ګۍ وويل چې دوی به د «ترهګرۍ» په موضوع باندي خبري کوي. د خبرو اترو په دوهم پړاو کې د دوی ماموریت دا ؤ چې کله به هم دوی ته کومه موقع مساعده کېدله، مخالفین به يې د ترهګر په نوم زورول. پدي هکله د بهرنيو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد وويل: « ټول هغه خلک چې د اولس په ضد یې وسله راپورته کړې او د حکومت مخالفت کوي دا ټول ترهګردي.»

د سوریې اپوزیسیون په مقابل کې غواړي چې د یو موقتي حکومت په جوړیدو خبري اتري وکړی او په تیرو اونیو کې یې پدي هکله يو بنسټیز پلان چمتو کړی و. خو حکومتي استازو دغه ۲۴ فقره ایز پلان د يو سیاسي حل د پاره بل کل بې پروا وبلی. همدغه په جینوا کې د سوریې د ملي ایتلاف د ویاند لویي صافي شکایت ؤ.

نوموړي زياته کړه چې دوی دغو خبرو اترو ته ډیر د شک په نظر کتل او مطمئنه نه ول چې ايا د سوریې حکومت په واقعي ډول یو سیاسی حل غواړي: « مونږه د سوریې حکومت ته د حل يو وړانديز وکړ، کوم چې د ټولو سوریایایانو اندېښني او اړتياوي په کې په نظر کې نیول شوي وې. دغه رژیم حتا د دغه وړانديز منل هم تائید نه کړه.»

۵۰۰۰ وژل سوي

په داسي حال کی چي د سوریې حکومت د جینوا په خبرو اترو کې بیدون د تفاهم څخه راڅرګند شو او غوښتل یې چې وخت تېر کړي، بیا په سوریه کې غواړي د پوځي لاري يو ريښتونی حالت ښکاره کړي.

د جینوا د خبرو اترو د پیل څخه تر اوسه پوري په سوریه کې ۵۰۰۰ انسانان وژل شوي دي. همدغه خبره اپوزيسیون ته نژدې د سوریې د بشر د حقوقو د څارنې سازمان کړېده. د خبرو اترو په لمړي سر کي دا اُمید موجود ؤ چې اقلأ په بشري مسايلو کې به يو څه پرمختګ رامنځ ته شي. خو د هغه بیلانس ډیر ضعیفه ؤ.

اخضر ابراهیمي د جینوا د خبرو اترو د ملاتړي هيوادونو روسیه او امريکا څخه هیله کړيده چې په دواړو اړخونو باندي فشار راوړي تر څو په خبرو اترو کې حرکت رامنځ ته شي.