1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د پاڅون کوونکو سره د عاجلو مرستو پریکړه

DW (dpa, AFP, Reuters)/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۲, یکشنبه

لویدیځوال او عرب هیوادونه چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد مخالف دي، په عاجله توګه د سوریې پاڅون کوونکو ته د مرستو ورکولو پر سر راضي شوي دي. هغوی همداشان د حزب الله له جنګیالو څخه وغوښتل چې له سوریې څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/18udJ
انځور: Reuters

د یوولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران چې «د سوریې د ملګرو» په نوم له ډلې سره تړاو لري پر دې خبره موافقې ته ورسیدل چې « په عاجله توګه د سوریې اپوزیسیون ته ټول اړین مواد او تجهیزات ورکړل شي.» پر دې سربیره هغوی «د حزب الله د ملیشې او د ایران او عراق د جنګیالیو» څخه وغوښتل چې په عاجله توګه له سوریې څخه ووځي.

قطر د دغه هیواد، کوربه توب پر غاړه لري. د دغه هیواد صدراعظم او لومړي وزیر شیخ حمد بن جسیم، د هغو اندیښنو د لیرې کولو هڅه وکړه چې په متحده ایالاتو او اروپا کې د سوریې د پاڅون کوونکو د مسلح کیدو په برخه کې رامنځ ته شوې وې. هغه وویل که چیرې موږ وسلې ولیږو، دا به صحیح اړخ ته ولیږل شي.

د دغه غونډې وروسته جسیم د قطر په پلازمینه دوحه کې وویل: «موږ د جګړې په ډګر کې د نظامي توازن ساتلو د اهمیت او اپوزیسیون ته د اړینو امکاناتو د تامینولو په اړه یوې موافقې ته رسیدلي یو.»

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې په دغه غونډه کې ګډونوالو په دې اړه موافقه وکړه چې د سوریې د اپوزیسیون سره پوځي مرسته به د هر غړي هیواد په خپل ابتکار پورې تړلې وي.

د سوریې د دوستانو په نوم ډله کې آلمان، د امریکا متحده ایالات، قطر، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا، اردن، سعودي عربستان، ترکیه، مصر او د متحده عربي اماراتو هیوادونه شامل دي.

آلمان څو وارې په تکراري ډول ویلې دي چې د خپل اساسي قانون له مخې نه شي کولای په مستقیمه توګه په کورنۍ جګړې کې ښکیلې کومې ډلې ته وسلې ولیږي او نه غواړي چې جنګیالیو ته وسلې ولیږدوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله، د شنبې د ورځې د غونډې وروسته وویل چې د دغې ډلې اصلي هدف د سوریې د پاڅون کوونکو سره نوره مرسته وه. ویسترویله زیاته کړه:

Treffen der Syrien-Kontaktgruppe Westerwelle
انځور: picture-alliance/dpa

«دغه کار کیدای شي په مختلفو ډولونو صورت ونیسي...خو موږ ټول په دې عقیده یو چې دلته یوه سیاسي حل ته اړتیا لیدل کیږي.»

پر دې سربیره کیري وویل چې د سوریې د پاڅون کوونکو سره پوځي مرسته د هغوی د پوځي بریا په موخه نه ترسره کیږي، بلکې له دمشق سره د سولې په خبرو اترو کې د هغوی پیاوړي کول دي.

په اردن کې د متحده ایالاتو پوځي حضور

د اردن لومړي وزیر عبدالله اینصور، دا خبره تایید کړې ده چې په دغه هیواد کې ۹۰۰ امریکایي سرتیري ځای پر ځای کړل شوي دي. اینصور د شنبې په ورځ وویل چې ۲۰۰ تنه کارپوهان په دې اړه روزنه ورکوي چې د یوه کیمیاوي برید پر وړاندې څرنګه مقابله وشي او نور ۷۰۰ تنه سرتیري د «پیتریوت» میزایلو د دفاعي سیستم او F-16 ډوله جنګي جیټ الوتکو په برخه کې چې واشنګټن د روانې میاشت په سر کې ځای پر ځای کړي ول، خدمات وړاندې کوي.