1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې شخړه: روسیه او اسرائیل د ایران پر ضد یو کیږي؟

۱۳۹۷ بهمن ۹, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې مسکو او تهران په سوريه کې یو له بله بېگانه کیږي، په بدل کې یې روسیه او اسرائیل سره نږدې کیږي. دواړه هیوادونه په جنگ ځپلي هیواد سوریه کې د ایران د حضور پر وړاندې د مقاومت په برخه کې ګډ علایق لري.

https://p.dw.com/p/3CNjX
Syrien - Israel | Iran greift Golanhöhen an
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency

د تیرې شنبې په ورځ د مهاجرو د منلو په چارو کې د اسرائیلو وزیر یوآف ګالانت، د خپل حکومت دیپلوماتیکو بریالیتوبونو څخه يو اعلان کړ. د هغه په خبره د اسرائیلو حکومت له سوریي څخه د ایراني قطعاتو د ایستلو له پاره طرحه لري او د دې طرحې د عملي کولو له پاره کولی شي د روسیي پر ملاتړ حساب وکړي.

د رسنیو د رپوټونو په حواله ګالانت ویلي دي چې له تهران سره د مسکو نږدې همکاري خپل پای ته نږدې کیږي. نوموړي زیاته کړې ده: «تر هغه وخته پورې چې روسانو د اسد رژیم ضد یاغي ډلو پر وړاندې مبارزې ته اړتیا درلوده، ایران او حزب الله یې خپل شریکان بلل. خو اوس وضعیت تغیر کړی دی او مسکو تل آبیب ته میلان لري.»

د مهاجرو د منلو په چارو کې د اسرائیل وزير همدارنګه ویلي دي: «اسرائیل او روسیه له سوریي څخه د ایرانیانو د ایستلو په اړه ګډه علاقمندي لري.» نوموړي په دې اړه د اسرائیلو د یوې طرحې خبره وکړه، خو د دې طرحې د جزویاتو په اړه یې څه ونه ویل.

د روسیي او اسرائیل همکاري

تر اوسه پورې روسیې په دې اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی. مسکو په تیرو ورځو کې حتی د روانې میاشتې په ۱۹ او ۲۰ مو نیټو ګواکې پر ایراني مرکزونو د اسرائیل پر هوایي بریدونو نیوکه کړې وه.

Russland Benjamin Netanjahu, Premierminister Israel & Wladimir Putin
د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامين نتانیاهو او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتينانځور: Imago/Itar-Tass

د روسیي د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماريیا زاخارووا، وویل: «د یوه خپلواک هیواد[سوریي] پر سیمو د خپل سري هوایي بریدونو ترسره کول باید ناممکن کړای شي. موږ باید هیڅ کله اجازه ور نه کړو چې سوریه، چې د ډیرو کلونو راهیسې په یو وسله وال شخړه کې ښکیله ده، په داسې یوه سیمه بدله شي چیرې چې د جیوپولیتیک علایقو تلافي صورت ونيسي.»

خو د دې په تعقيب مسکو په څرکند ډول له اسرائیلو سره د همکارۍ ژمنه وکړه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرګئی ریابکوف وویل: «موږ هیڅکله هغو اقداماتو ته چې د اسرائیلو امنیت تضمينوي، لږ ارزښت نه ورکوو. اسرائیلیان په دې پوهیږي، د ایرانیانو، ترکانو او په دمشق کې د حکومت په ګډون ټول په دې پوه دي. دا په مسکو کې یو له تر ټولو لوړو لومړيتوبونو څخه دی.»

د ایران پر وړاندې ګډه همکاري

د روسیې او اسرائیلو سیاسي نږدیوالی تیر کال د پرله پسې دیپلوماتیکو تماسونو په پایله کې رامنځته شو. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو تیر کال څو واره د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د خبرو اترو له پاره مسکو ته سفر وکړ. دواړه هیوادونه یوه ګډه علاقمندي لري او هغه له سوریي څخه د ایران لیري ساتل دي. اسرائیل په خپل سرحد کې د یو شعیه مذهبه اسلامي حکومت موجودیت د خپل هیواد له پاره یو د نه زغملو وړ ګواښ بولي او روسیه په خپل وار سره په سوریي کې د ایران حضور د ناکرارۍ یو عامل بولي چې ګواکې د اتو کلونو راهیسې یو اوربند ته د رسیدو له پاره د مسکو هڅې کمزورې کوي.