1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې پاڅونکوونکو خپل لومړی سفارت پرانیست

مسعود جهش (Reuters, AFP, dpa, AP)۱۳۹۲ فروردین ۸, پنجشنبه

د سوریې د رژیم پر ضد پاڅونکوونکو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په قطر کې خپل لومړی سفارت پرانیسته. دا په داسې حال کې ده چې ناټو د دغو پاڅون کووونکو هغه غوښتنه چې ورته دې توغندي ورکړل شي رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/185LS
انځور: Karim Sahib/AFP/Getty Images

د سوریې د ملي شوار مشر احمد معاذ الخطيب، د چهارشنبې په ورځ په دغه غونډه کې گډون وکړ او په دې ترتیب سره یې د سوریې د رژیم د مخالفینو لومړی سفارت پرانیست.

دغه سفارت په دوحه کې پروت دی. د دې سفارت د پرانیستنې په مراسمو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم حاظر وو. قطر په سوریه کې د کورنۍ جگړې د پیلیدو راهیسې څو وارې پر ولسمشر بشارالاسد باندې غږ کړی دی چې له واکه کوښه شي.

دغه سفارت په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې تر دې یوه ورځ مخکې د عرب لیگ په غونډه کې د سوریې ملي شورا ته هغه څوکۍ ورکړل شوې وه چې پخوا به د سوریې رژیم ته ځانگړې کیده.

په همدې حال کې الخطیب د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې یوې غونډې ته وویل چې هغه له ناټو څخه غوښتي وو چې په ترکیې کې خپل د توغندیو دفاعي سیستم پراخه کړي تر څو د سوریې د شمال اوسیدونکي د رژیم له بریدونو څخه په امان کې وي، خو د هغه په خبره ناټو دغه وړاندیز رد کړی دی.

الخطیب وویل: «په نړۍ کې داسې هیوادونه شته چې غواړې اپوزیسیون بریا تر لاسه نه کړي، خو هغه خلکو چې د بې عدالتۍ پر وړاندې یې خپل غږ پورته کړی دی، هغوی به خپل کار ته دوام ورکړي.»

که څه هم الخطیت د یکشنبې په ورځ د سوریې د اپوزیسیون د ملي شورا مشر په توگه خپله استعفأ اعلان کړه، خو هغه اوس هم د دې شورا د مشر په توگه خپلې دندې پر مخ بیایي.