1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې پرضد پوځي غبرگون به د ترمپ یوازینی امکان نه وي

۱۳۹۷ فروردین ۲۳, پنجشنبه

د تویتر له لاري د ترمپ هغه خبرداری، چي پر سوریې باندي به د توغندیو بریدونه وکړي، ټولې نړۍ ته د خطر زنگ واستاوه. خو یو څه وروسته بیا سپیني ماڼۍ هڅه وکړه چي ځان آرامه کړي او دغه خبر په مختلف ډول تفسیر کړي.

https://p.dw.com/p/2vuwa
USA Washington Pressekonferenz Sarah Huckabee Sanders
سارا ساندیرس د واشنگټن په مطبوعاتي کنفرانس کیانځور: Reuters/C. Barria

د ترمپ ادارې په حواله د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر، په سوریه کي د شکمن زهرجن گاز د برید په مقابل کي د غبرگون وخت نه دی ټاکلی. د ترمپ ویاندي سارا سندیرس ویلي دي چي ولسمشر نه یوازي پوځي، بلکې نور ډیر امکانات هم په اختیار کي لري. ترمپ په اوس وخت کي لا په دې هکله فکر کوي چي څه ډول عکس العمل وښيي. خو اول باید له خپلو متحدینو اسراییل، سعودي عربستان، فرانسې او بریتانيا سره په دې هکله خبرو اترو ته ادامه ورکړي.

تر دې څو ساعته مخکي بیا هرڅه په ښکاره ډول بیان سوي ول. ترمپ د تویتر له لاري، پر سوریې باندي د توغندیو د برید اعلان وکړ.

هغه وویل چي توغندي به وتوغول سي او روسیه باید هغه ته آماده وي. ترمپ پر روسیې او سوریې تور لگوي چي د یاغیانو پر مرکز دوما باندي یې د زهرجنو گازو برید کړی دی. مسکو دا هرڅه ردوي. ولادیمیر پوتین، د نړۍ حالت د اندیښنې وړ ښيي او هیله لري چي له عقل څخه کار واخیستل سي.

آیا لندن به له امریکا سره اوږه پر اوږه ودریږي؟

د رسنیو په حواله د بریتانیا صدراعظمه تیریسا می، خپل هیواد په سوریه کي د زهرجنو گازو د برید په مقابل کي  آماده کوي. لکه څرنگه چي ددې یوه ویاند ویلي دي، می د پنجشنبې په ورځ د سوريې په اړه خبرو له پاره په عاجل ډول خپله کابینه راغوښتې ده.

Theresa May
د بریتانیې صدراعظمه ، تیریسا میانځور: picture-alliance/AP Photo/J. Ekstromer

د یوې ورځپاڼې د رپوټ له مخي لندن هلته خپل جنگي اوبتل د یوه گډ پوځي برید له پاره د تیارسئ په حالت کي راوستلی دی.

گوتیریس د کنترول له لاسه وکولو څخه خبرداری ورکوي

ددغه حالت کړکیچن کیدو ته په کتو سره، د ملگرو ملتو عمومي منشي انتونیو گوتیریس، د امنیت شورا ته په دې اړه خپله عاجله غوښتنه استولې ده چي د نوموړې شورا پنځه دایمي غړي «امریکا متحد ایالات، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا» باید ددې غم وخوري چي حالت له کنترول څخه ونه وزي. هغه د سوريې په اړه د امنیت په شورا کي دننه اوسنيو اختلافاتو په اړه اندیښنه ښيي او وايي «ما په امنیت شورا کي ددغې موضوع جریان په دقیق ډول تعقیب کړی او افسوس کوم چي دغه شورا تر اوسه پوري په دې نه ده توانیدلې چي یوه تفاهم ته سره ورسیږي. موږ باید داهیره نه کړو چي د ملگرو ملتو وروستۍ هڅي ددې له پاره دي چي په سوریه کي د اولس دغه غمجن حالت نور پای ته ورسیږي».

د سوريې پوځ یو ځل بیا ختیځه غوطه کنترولوي

د سوريې حکومت د امریکا متحدو ایالاتو له خوا د برید گواښونه ډیر خطرناکه ارزیابي کوي. د سوريې حکومتي خبري آژانس سانا لیکلي دي چي د بشاالاسد پر شاوخوا مشرتابه له پاره دا د تعجب ځای نه دی، دا ځکه چي واشنگتن  په سوریه کي همدارنگه د «ترهگرۍ» ملاتړ هم کړی دی. د بشري حقونو له پاره د سوريې د څار ادارې په حواله له  پلازمېني دمشق څخه  د دفاع وزارت او پوځي مرکز انتقال سوي دي. همدرانگه نورې اډې هم بل ځای ته انتقال سوي دي.

د روسیې د پوځي ځواکونو په حواله په دې ترڅ کي د سوريې حکومت پر ختيځه غوطه باندي یو وار بیا خپل بشپړ کنترول تر لاسه کړی دی. په مسکو کي د دفاع وزارت ویلي دي چي د هغوی د پوځي پولیسو قواوي دوما ته رسیدلي دي.

د سوريې مشرتابه د تیري سه شنبه په ورځ له نړیوالو کارپوهانو څخه وغوښتل چي په دوما کي دي د کیمیاوي موادو شکمن برید په اړه څیړني وکړي. د چارشنبه په ورځ همدارنگه د روغتیا نړیوال سازمان هم په عاجله توگه، سیمې ته د ورننوتلو غوښتنه وکړه تر څو د قربانیانو درملنه وکړي.