1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په اړه د اروپايي ټولنې غونډه

۱۳۹۴ مهر ۲۰, دوشنبه

د اروپایې ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په لوکزامبورگ کې د روسیې د هوایې بمباریو له امله د سوریې د روان وضعیت او د دغه هیواد د ولسمشر بشارالاسد د راتلونکي نقش په هکله بحث کوي.

https://p.dw.com/p/1GmrL
انځور: picture-alliance/dpa/J. Warnand

د ملگرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمیرو پر بنسټ په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کورنۍ جگړې له پيل راهیسې تر اوسه پورې تر ۲۵۰ زرو ډیر انسانان وژل شوې دي. په سوریه کې د کورنۍ جگړې له پيل څخه مخکې د دغه عربي هیواد نفوس۲۲،۴ میلیونه وو. اوس د دغه هیواد نیمایي اوسیدونکي له هیواد څخه بهر او دننه بې ځایه شوي دي.

د آلمان خبري آژانس په حواله په سوریې کې د کډوالو د کمپونو خراب وضعیت ته په کتلو سره د روان کال په جریان کې ډیر شمیر سوریایې کډوالو اروپایې هیوادونو ته مخه کړې. له همدې امله اروپا تر دویمې نړیوالې جگړې وروسته د کډوالو له تر ټولو لوی کړکیچ سره مخامخ ده.

اروپایې ټولنه د سوریې شخړې د حل په برخه کې د ملگرو ملتونو د کوښښونو ملاتړ کوي. بل لور ته اروپایې بلاک په سوریې او عراق کې د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې پر وړاندی جگړه کې د نړیوال اتحاد یوه برخه بولي.

د سوریې په هکله د ملگرو ملتونو دیپلوماسي هغه وخت یوه نوي پړاو ته ننوته چې د سپټمبر میاشتې په ۳۰ نیټه روسیې په سوریه کې د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې پر وړاندې د هوایې بریدونو لړۍ پيل کړه. خو لویدیځ حکومتونه وایې چې روسیه چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد یو لوی ملاتړ کوونکې هیواد دی، د اسد پر نورو مخالفینو هم بریدونه کوي.

د آلمان خبري آژانس په حواله د اروپایي ټولنې یو لوړ پوړي چارواکي د جمعې په ورځ ویلي وو چې اروپایان پر دې موضوع چې اسد دې د سوریې د یوه راتلونکې حکومت برخه نه ي، سره همغږي دي، خو په عین حال کې د آلمان په ګډون یو شمیر اروپايي هیوادونه ټینګار کوي چې د سوریې د راتلونکې په اړه خبرو اترو کې باید د اسد رژیم هم ګډون ولري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب