1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په شمال کې د ترکي ځواکونو خونړۍ ورځ

۱۳۹۶ بهمن ۱۶, دوشنبه

د ترکیې ولسمشر په عفرین کې د کردي جنګیالیو پر وړاندې د یوې ژر بریا څخه یادونه کړې وه. خو د «زیتون څانګې» په نوم عملیات ورځ تر بلې خونړي کیږي. او د ترکیې له نظره ښایي امریکایي عسکر د «ترهګرو» په ډله کې راشي.

https://p.dw.com/p/2s7ud
Türkei Beerdigung Soldat Operation Olivenzweig
انځور: picture alliance / AA

د سوریې په شمال کې د کردي ولسي واحدونو (وای پي جي) پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې ترکي عسکرو ته بیا ځاني زیان اوښتی دی. د ترکیې د پوځ په وینا د یکشنبې په ورځ یې دوه عسکر وژل شوي دي. له دې سره دوې اوونۍ تر مخه د پیل شویو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو ترکي عسکرو شمیر ۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.

د شنبې په ورځ د ترکیې د پوځ اووه عسکر وژل شوي وو چې د دغو عملیاتو له پیل راهیسې د ترکانو له پاره تر ټولو خونړۍ ورځ شمیرل کیږي. د هغوی له ډلې څخه پنځه تنه پر ټانک د برید په پایله کې وژل شوي وو.

آیا امریکایي توغندي ترکی ټانک ویشتلی؟

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسنیو پر هغه رپوټ باندې چوپتیا غوره کړې ده چې له مخې امریکایي توغندی پر ترکي ټانک لګیدلی دی. دا لومړنۍ پایلي دي او د اردوغان په خبره په دې هکله نهایي پایلې نه شته چې توغندی د چا له لوري توغول شوی دی. هغه ویلي دي کله چې خبره څرګنده شي، «نو له نړۍ سره به یي شریک کړو.»

اردوغان په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي هر چا چې د توغندي برید تر سره کړی وي، «ترهګرو» ته ورته کار کوي.

د انقرې مشرتابه پر کردي ولسي واحدونو باندې تور پورې کوي چې منع کړی شوي کردي کارګر ګوند (پي کې کې) سره نزدې اړیکي لري کوم چې له لسیزو راهیسې د ترکیې د دولت پر ضد جنګیږي. د کردي ولسي واحدونو پر ضد عملیات حساس انګیرل کیږي، ځکه چې هغوی د ترهګرې ډلې «داعش» پر ضد مبارزه کې د امریکا متحده ایالاتو متحدین دي.

د اردوغان د حکومت مرستیال مشر بکر بوزداغ، له سي ان ان ـ ترک، تلویزوني چینل سره په خبرو کې له عفرین څخه د ترکي علمیاتو د پراخیدو ګواښ کړی دی. خو بوزداغ پر دې خبره ټینګار کړی دی چې ترکیه له امریکایي عسکرو سره مخامخ کیدل نه غواړي. خو بوزداغ ویلي دي که چیرې هغوی (امریکایي عسکر) د کردي ولسي واحدونو په منځ کې وي او یا یې د هغوی یونیفورم اغوستی وي، نو ترکي پوځ به هغوی د «ترهګرو» په توګه وانګیري.

د عفرین د کردانو نیمه خپلواکمن حکومت له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له روسیې غوښتي دي چې د ترکیې «تیری» ودروي. کردي ولسي واحدونه او د عفرین سیمې اداره پر کریملین داسې شک کوي چې ضمنا د ترکیې عملیات تائیدوي، ځکه چې روسیې له هغې راهیسې دغلته پراته خپل ځواکونه ایستلي دي.

زموږ له آرشیف څخه: