1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په هکله د اوباما او پوتین دریځ

۱۳۹۴ مهر ۷, سه‌شنبه

د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین ویلي دي چې روسیه او امریکا متحد ایالات په سوریه کې ښایي د «اسلامي دولت» پر ضد هوایي بریدونه همغږي کړي. دغه اعلان له بارک اوباما سره تر دوو اړخیزو خبرو وروسته شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Gf9z
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین د ملگرو ملتونو د کلنۍ عمومي اسامبلۍ په څنډه کې له یوه شخصي ملاقات وروسته راڅرگند شول. د روسیې ولسمشر خبري «ډیري رغوونکي، کسب او کار ته ورته او واضح وبللي.»

پوتین په خپلو څرگندونو کې وویل چې ده له اوباما سره زیاتره پر خپل سر د نومول شوي افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب د پوځي ائتلاف د اقدام په هکله خبري کړي دي.

له اوباما سره تر دوه کلن ځنډ وروسته تر لومړۍ رسمي لیدني کتني وروسته د کریملن مشر وویل چې ده په سوریه کې د افراطي ډلي اسلامي دولت، پر ضد په هوایي بریدونو کې د ونډي اخیستو احتمال نه دی رد کړی، خو ویلي یې دي چې دغي جگړې ته به خپل ځمکني عسکر نه استوي. خو هغه زیاته کړې ده چې په سوریه کې به د روسیې یو اقدام له نړیوالو قوانینو سره سم وي.

د روسیې ولسمشر خبریالانو ته په خپلو څرگندونو کې د اوباما څرگند دریځ ته په اشارې سره چې غواړي په سوریه کې د اسد رژیم له منځه یوسې وویل چې د سوریې د راتلونکي په هکله باید پخپله د دغه هیواد خلک پريکړه وکي نه سیاستوال. د پوتین په خبره دی به له متحدو ایالاتو سره پر موجود اختلاف د برلاس توب له پاره کار وکړي.

اوباما او پوتین تر مخه د سوریې د گډوډۍ د مهارولو پر سر اختلاف درلود. اوباما د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د ځای ناستي په توگه د سیاسي لیږد پر سر استدلال کاوه او پوتین ویل چې د اوسني حکومت له پامه غورځول به یوه تیروتنه وي. د ملگرو ملتونو د عمومۍ اسامبلۍ په څنډه کې د دواړو مشرانو ملاقات ۹۰ دقیقي دوام وکړ.

د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د خپلې وینا په ترڅ کې اوباما وویل چې دی له روسیې سره کار ته پرانیستی دی، څو د سوریې کورنۍ جگړې ته خاتمه ورکړل شي. اوباما د یوه «تنظیم شوي سیاسي لیږد» له پاره غږ وکړ، چې د بشارالاسد په گوښه کیدو تمام شي.

د هغه په خبره د بشارالاسد ځواکونه له څلورو کلونو راهیسې له پاڅون کوونکو سره جنگیږي چې په وینا یې یوه خلا یې رامنځ ته کړې چې «اسلامي دولت» او نورو تندلارو ډلو ټپلو د غوړیدو سبب گرځیدلې ده.

د امريکا د ولسمشر یاور ویلي دي چې اوباما، پوتین ته په دغه شخصي ملاقات کې خپل دریځ یووار بیا تکرار کړ. دا په داسې حال کې ده چې پوتین د دې پلوي کوي چې نړیوال د اسد تر څنگ ودریږي او دا استدلال کوي چې د هغه پوځ افراطي ډلي اسلامي دولت ته د ماتي ورکولو له پاره یوازنی انتخاب دی.

د سوریې د ترینگلي وضعیت په ترڅ کې د اوباما او پوتین د نظر اختلاف داسې کومې نخښې نښانې نه دي پریښي چې دغه دوه هیوادونه به څرنگه په گډه کار وکي چې د سوریې کړکیچ ختم شي. په دغه کړکیچ کې تر اوسه تر۲۵۰ زرو زیات انسانان وژل شوي دي او د مهاجرت د یوې لوی څپې سبب گرځیدلې دی.

اوباما د دې مخالف دی چې اسد دي پر واک پاته وي او امريکا په دې هڅه کې دي چې هغه له واکه لیري کړل شي. خو روسیه له ډیر وخت راهیسې یو لوی خنډ دی چې اسد پر وړاندي یې د ملگرو ملتونو د بندیزونو مخه نیولې او د سوریې حکومت ته یې د وسلو په ورکولو سره خپل ملاتړ ته ادامه ورکړې ده.

په حقیقت کې داسي ښکاري چې روسیې په وروستیو اوونیو کې د اسد ملاتړ لا پسي ډېر کړی او دغه هیواد ته یې اضافي پوځي تجهیزات او ځواکونه لیږلي او وایي چې په دې سره د اسلامي دولت، پر ضد د سوریې د حکومت د جگړې ملاتړ کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب