1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په پایتخت دمشق کي بمي چاودنه سوي ده

۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16C1U

ویل کیږي چي د سوریې په پایتخت دمشق کی دوې بمي چاودني سوي دي. د سنا په نامه د سوریې د دولتی خبري آژانس د یوه رپوټ له مخي په دغو چاودنو کي ډېری انسانان وژل سوي دي. په دې اړه نور جزئیات لا تر اوسه پوري نه دي ورکړل سوی. دغه چاودنه دمشق ته نژدې سوې ده. ویل کیږي چي لومړی بم یوه مکتب ته نژدې چاودلی دئ. په دې ترڅ کي پاڅون کوونکو له ترکیې سره په سرحد کی یوه بله سیمه هم تر خپل کنترول لاندي راوستله. لکه څنرګه چي د انادولو په نامه خبری آژانس خبر ورکوي، یاغیانو د تیل ال ابجد په نامه سرحدي پوستې له ودانۍ څخه سرتېري ایستلي دي.