1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولو د سوداگرۍ په اړه به نوي مقررات وټاکل سي

۱۳۹۱ دی ۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/178sL

ملګرو ملتونو د وسلو د نړیوالي سوداگرۍ د مقرراتو په اړه د یوې نوي مسودې د جوړولو پلان تر لاس لاندي نیولی دی. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د وسلو د سوداگرۍ په اړه د هغو خبرو پر بیرته پيلېدو باندي سره سلا سوي دي، چي په دوبي کي له ناکامۍ سره مخامخ سوې. د نوو مقراراتو پر اساس به د عنعنوي وسلو د سوداگري او خرڅلاو په باب د ميلیاردونو ګټور تجارت په ښه ډول سره تر کنترول لاندي راسي. په هغو کي داسي نظامي تجهیزات، لکه جنګي کښتۍ، ټانکونه او اتوماتي وسلې شاملي دي. په دې اړه به په مارچ مياشت کي په نیویارک کي یو کنفرانس جوړیږي. د روان کال د جولای په مياشت کي په لومړي سر کي د امريکا متحده ايالاتو، خو وروسته روسېې او چین هم د وسلو د سوداگرۍ پر سر د خبرو دځنډیدو غوښتنه کړې وه. منتقدینو هغه وخت پر جمهور رئيس بارک اوباما باندي تور لګولی وو، چي د خپل ځان د بیرته کاندیدیدو په خاطر د وسلو دلالانو ته پر ګونډو سوی دی.