1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سولي بهير تر اوسه پوري نه دئ پيل سوی»

مسعود جهش (afp)۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبه

په افغانستان کې د امریکا سفر د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې هیواد کې لا تر اوسه پوري د سولې یو ریښتینی بهیر نه دی پیل شوی. «موږ د هغو طالبانو له برخه لیکه خبر نه يو چې د پاکستان له زندانونو څخه آزاد شوي دي.»

https://p.dw.com/p/17M9w
انځور: DW

پاکستان د تیر کال په وروستیو میاشتو کې اعلان کړی وو چې له خپلو زندانونو څخه یې د طالبانو ۲۶ تنه غړي آزاد کړي دي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. ویل شوي دي چې په دغو آزادو شویو طالبانو کې د هغوی د رژیم یو شمیر پخواني لوړپوړي چارواکي هم شامل ول.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جیمز کونینګم، د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: «موږ په رښتیا سره په دې خبره نه پوهیږو چې هغه طالبان چې د پاکستان له خوا آزاد شول، څه شوي دي.»

ښاغلي کونینګم ویلي دي چې متحده ایالات ښايي په دې بهیر کې لا وضاحت غوره ګڼلی وای. خو هغه په دې خبره ټینګار کړی دی چې د دغو کسانو آزادیدل د افغان حکومت له نظره یو مثبت ګام دی.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر وویل چې په تیر وخت کې څو واري داسې شوي دي چې آزاد شوي طالبان بیرته د یاغیانو له لیکو سره یوځای شوي او د لوړو مقامونو مسئولیت يې پر غاړه اخیستی دی.

هغه وویل: «په رښتیا سره چې تر اوسه پورې په افغانستان کې د سولې کوم بهیر آن لا پیل شوی نه دی.» هغه زیاته کړه: «زموږ هدف د [سولې د بهیر] پیل دی.» ښاغلي کونینګم پر دې خبره باندې ټینګار وکړ چې لا تر اوسه پورې په افغانستان کې د سولې کوم بهیر په لاره نه دی اچول شوی.

متحده ایالاتو تیر کال له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیلولو له پاره ځيني اقدامات وکړل، خو وروسته بیا طالبان له دغه بهیر څخه پر شا شول. هغه وخت طالبانو ویلي وو چې متحده ایالات د سولې له بهیر سره لیوالتیا نه لري. ویل کیږي چې د سولې دغه بهیر د متحده ایالاتو له خوا له ګوانتانامو څخه د طالب بندیانو د نه آزادولو په سبب له ستونزو سره مخامخ شوی وو.

په پلان کې ده چې متحده ایالات د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي او د دې هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. اوس پر دې موضوع باندې خبرې روانې دي چې آیا تر دې نېټې وروسته به هم په افغانستان کې یو شمیر امریکايي سرتیري میشت وي او که نه. دا هغه څه دي چې ښايي د وخت له تیریدو سره څرګند شي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼې یوه چارواکي ویلي ول چې کیدای شي امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل هیڅ کوم سرتیری هم پرې نه ږدي. خو داسې آوازې هم شته چې تر دې تېټې وروسته به له ۳۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ سرتیرو پوري امریکايي سرتيري په افغانستان کي پاتې شي.