1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د خبرو اترو دپاره د کرزي 36 مخيزه طرحه

۱۳۸۹ خرداد ۶, پنجشنبه

افغان حکومت د سولي ملي مشورتي جرگې ته د وړاندي کولو دپاره د سولي او په ټولنه کي د ورگډېدو په نامه يوه 36 مخيزه طرحه جوړه کړې ده...

https://p.dw.com/p/NYUE
ولسمشر کرزي څو واري وسلوالو طالبانو ته د خبرو اترو بلنه ورکړي ولي هغوئ رد کړې ده.
ولسمشر کرزي څو واري وسلوالو طالبانو ته د خبرو اترو بلنه ورکړي ولي هغوئ رد کړې ده.انځور: AP

ددې پروگرام څخه هدف د سولي د راتلو دپاره د يوې سياسي لاري تعقيبول دي.

د جرمني خبري آژانس dpa ليکي، افغان حکومت طالبانو او نورو وسلوالو ډلو ته لاري پرانيزي چي د يو تعهد له مخه د زورزياتي څخه لاس واخلي.

دغه پروگرام چي نوم يې دی په ټولنه کي ورگډېدل. تر ټولو د مخه هغه چاته لومړي توب ورکوی،چي سلاوي پر مځکه کښېږدي، په سوله کي ژوند وکړي او اساسي قانون ومني.

افغان حکوت وايي، هر څوک چي ددغه پروگرام په چوکاټ کي راځي د هغه قانوني شکايتونه به هم واوريدل سي.

پروگرام د افرادو او د ډلو د مشران تر منځ فرق کوي. عادي جنگيالي بايد و بخښل سي مرسته ورسره وسي د تعلم او د کار په پيداکولو کي يې ملاتړ وسي.

د دولت د مخالفو وسلوالو ډلو د مشرانو سره د روغي جوړي موضوع ډيره پيچلې او حساسه ده. کيدای سي چي هغوئ ته ددې وړانديز وسي، چي د القاعدې د ترورستي ډلي سره د اړيکو د پريکولو په صورت کي به يې نومونه د ملگرو ملتونو د تور ليست څخه واستل سي.

په طرحه کي د ځينو کسانو د تبعيد لاره هم خلاسه ده.

په دې پلان کي ټول کليدي اصول په ترتيب سره راغلي دي. په دې ليست کي د نورو تر څنگ ټول قانوني حقوق په پام کي نيول سوي تر څو پروگرام ته کوم زيان و نه

رسيږي.

دغه راز پر دې باندي هم ټنگار سوئ چي د ښځو حقوقو ته کوم زيان و نه رسيږي.

اوس اساسي پوښتنه داده چي ددې پروگرام مالي ملاتړ څوک کوي؟

افغان دولت وايي، چي ددې پروگرام ټول مصارف بايد نړيواله ټولنه او گاونډي هيوادونه په غاړه واخلي.

AG/زيارمل

کتونکی. زيارمل