1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي شورا استازي له طالبانو سره د خبرو له پاره قطر ته تللي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۱, جمعه

د افغانستان د سولي عالي شورا ويلي دي چي په څو راتلونکو ورځو کي به له طالبانو سره په قطر کي «پرانيستي خبري اتري» پيل سي. په قطر کي د طالبانو استازو هم دا خبره تائيد کړې ده چي له افغان استازو سره ملاقات کوي.

https://p.dw.com/p/1FIpA
انځور: AFP/Getty Images

د افغانستان د سولي د عالي شورا مرستيال د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می مياشتي لومړۍ) په کابل کي ويلي دي چي يوه ډله استازي ئې قطر ته لېږلي دي څو د دغه هيواد په کوربه توب له طالبانو سره «پرانيستي خبري اتري» پيل کړي.

د سولي د عالي شورا مرستيال عطاالله لودين ويلي دي چي يو شل کسيز استازی به د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په قطر کي د طالبانو له استازو سره غونډي ولري.

د وسله والو طالبانو استازو هم په قطر کي ويلي دي چي په پلان کي ده په راتلونکو ورځو کي د کابل او پاکستان او دغه راز نورو هيوادونو له استازو سره غونډي ولري.

لودين ويلي دي چي په دغو خبرو اترو کي چي په افغانستان کي د سولي په اړه کيږي «پر افغان استازو سر بيره، د پاکستان، طالبانو او يوه بل سازمان استازي گډون ولري.»

لودين زياته کړې ده چي په قطر کي به د افغانستان د سولي د عالي شورا استازي د طالبانو له استازو او دغه راز د حزب اسلامي له دوو تنو استازو سره ملاقات ولري.

په قطر کي د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي چي نه ئې غوښتل خپل ځان وښيي، ويلي دي چي په دغو خبرو اترو کي به د حزب اسلامي استازي هم شامل وي. هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.