1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د عالي شورا نومونه خپاره سول

۱۳۸۹ مهر ۶, سه‌شنبه

افغان دولت تر اوږده ځنډ وروسته نن د سولي د عالي شورا د غړو نوم لړ خپور کړ.

https://p.dw.com/p/POne
افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چي په دغه شورا کي يې يو شمېر ښځو ته هم ونډه ورکړې.
افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چي په دغه شورا کي يې يو شمېر ښځو ته هم ونډه ورکړې.انځور: AP

دغه شورا د افغان حکومت له خوا د خپلو ياغي مخالفينو سره د جوړجاړي د رامنځ ته کولو په موخه جوړه سوې ده.

اته شپيته کسانو ته د سولي د عالي شورا غړي توب ورکړل سوي دی.

که څه هم د دغي شورا په ترکيب کي د بيلا بيلو ډلو کسان ليدل کيږي خو هغه خبري اوس شکونه نه دي چي ګواکي يو شمير جنګ سالارانو ته د دغي شورا غړي توب ورکړل سوی.

په دغه نوم لړ کي د شورا د مشر نوم ندی اخيستل سوی خو قوي احتمال موجود دی چي برهان الدين رباني به دغه کس وي.

"په دغه شورا کي جهادي مشران، ديني عالمان، ځيني پخواني طالبان، د مدني ټولنو او په هيواد کي د ټولو قومي ډلو استازي شتون لري."

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چي په دغه شورا کي يې يو شمېر ښځو ته هم ونډه ورکړې او په ډاډ سره ويلای سي چي افغاني مېرمني د نارينه وو په پرتله ډيري سوله غوښتونکي دي.

کرزي نن وويل: په دغه نوم لړ کي مو پوره درې څلور مياشتي کاروکړ، د هيواد د ټولو مخورو سره مو په دې باب خبري وکړې، غونډي موجوړي کړي او مشورې مو ورباندي وکړي تر څو د ملک مخورو کسانو ته پکښي برخه ورکړو چي همداسي مو وکړل».

د ولسمشر د کورني امنيت سلاکار معصوم ستانکزى د سولي د عالي شورا د دارالانشاء د مشر په توگه غوره سوى دی.

په هغو مېرمنو کي چي په دغه نوم لړ کي يې نومونه تر سترګو کيږي سناتوراني صديقه بلخي، قمر خوستۍ ، فرح سرابي او داسي نوري شاملي دي.

عبدالرب رسول سياف، پير سيد احمد گيلاني ، اصف محسني ، محمد محقق، او ځيني نور جهادي مشران هم د شورا غړي غوره سوي دي.

د ولسمشر ځيني سلاکاران لکه اسدالله وفا، او نعمت الله شهراني هم د قومي سټي د لرلو له کبله دغه شورا ته غوره سوي.

دارنگه د طالبانو د واکمنۍ ځيني پخواني چارواکي لکه وکيل احمد متوکل، ارسلا رحماني ، موسى هوتک، عبدالحکيم مجاهد او حبيب الله پوځي هم د سولي د شورا په ۶۸ کسيز ليست کي د غړو په توگه راغلي دي.

د دغي شورا د نوم لړ تر خپريدو څو ساعته دمخه ولسمشر کرزي په کابل کي يو ځل بيا پر خپلو وسله والو مخالفينو ږغ وکړی چي وسله دي پر ځمکه کښېږدي او د سولي د بهير سره دي يو ځای سي.

د سياسي چارو کارپوهان په دې اند دي چي د کرزي دغه ګام د سولي د خبرو د پيليدو لپاره يو مهم اقدام دی. تر اوسه د حکومت مخالفو وسله والو په دي اړه غبرگون نه دى ښولى خو وړاندي تري دې دولت ضد ياغيانو ويلي وو چي د بهرنيو سرتيرو تر خروج پوري به د سولي خبرو ته غاړه کښېنږدي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل