1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د ملي مشورتي جرگي وروسته په کابل کي نړيوال کنفرانس رابلل کيږي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۶, یکشنبه

د افغانستان د روان کړکيچ د حل دلاري د پيداکولو په هدف دا لومړی نړيوال کنفرانس دی، چي په افغانستان کي دننه دايريږي.افغان چارواکو نن وويل،چي د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون هم په دې کنفرانس کي ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/NPDY
افغان ولسمشر حامد کرزی او د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
افغان ولسمشر حامد کرزی او د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مونانځور: AP

دچنګاښ ياسرطان د مياشتي په پای کي په کابل کي د افغانستان د سولي نړيوال کنفرانس دايريږي.

دکابل څخه د فرانس پرس خبري آژانس د افغانستان د جمهوري رياست د يوې خبر پاڼي په حواله په يو رپوټ کي ليکي،چي بان کي مون د جمهور رئيس حامد کرزي سره په ټيلفوني خبروکي په کنفرانس کي د خپل ګډون تائيد وکړی.

دروان ميلادي کال د جنورۍ په پای کي په لندن کي د افغانستان په کنفرانس کي

نړيوالي ټولني د کرزي د هغه پلان څخه ملاتړ وکړی، چي غواړي د هغو طالبانو سره وږغيږي، چي د زور زياتيو لاس اخلي، د افغانستان اساسي قانون مني اوپه خپله ټولنه کي دسوليز ژوند غوښتونکي دي.

د متحده ايالاتو چارواکو تيره مياشت وويل، چي د هغه هيواد د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن او نور لوړ پوړي امريکايي چارواکي به هم په دې کنفرانس کي برخه واخلي.

په کابل کي ددغي نړيوالي غونډي تر مخه په راتلونکو ورځو کي د افغانستان د سولي ملي مشورتي جرګه دايريږي. د افغان چارواکو د ويناوو له مخه دغه جرګه يوازي مشورتي بڼه لري، چي آياد طالبانو په شمول د حکومت د وسلوالو مخالفينو سره خبري اتري وسي که نه؟ که وشي په کومو شرايطو او د چا سره؟

په کابل کي د لوي جرگې خېمه
په کابل کي د لوي جرگې خېمهانځور: AP

د سولي ملي مشورتي جرګه پرون په لندن کي د برتانيې د نوي صدراعظم، ديويد کيمرن او د جمهور رييس حامد کرزي د ليدني کتني يوه موضوع وه.

د برتانيې د حکومت يو وياند وويل: صدارعظم، کيمرن خوښ دئ چي په «خپل هستوګنځي کي يې جمهور رئيس کرزي ته بلنه ورکړه». هغه وويل : «دوی واشنګټن ته د جمهور رئيس د بريالي سفر او په افغانستان کي د سولي د ملي جرګې د راتلونکي په هکله خبري وکړي»

د افغانستان جمهور رئيس لومړني بهرنی مشر دی، چي په لندن کي د برتانيې د نوي صدراعظم،David Cameron سره يې پرون وليدل.

د فرانس پرس د خبري آژانس د رپوټ له مخه کرزي او Cameron دواړو موافقه وکړه چي د خپلو هيوادونو تر منځ اړيکي نوري هم ټينګي کړي.

دغه ليدنه کتنه څو ورځي تر هغه صورت مومي، چي د محافظه کار ګوند مشر، Cameron په پارلماني ټاکنو کي د برياليتوب څخه وروسته يو نوی ايتلافي حکومت جوړ کړئ او افغانستان ته يې د خپلي بهرنۍپاليسي په سر کي ځای ورکړی دی.

Cameron د انتخاباتي مبارزې پر وخت ويلي ول، چي هغه په داسي حال کي چي په افغانستان کي د متحده ايالاتو د نوي ستراتيژۍ څخه ملاتړ کوي، خو فکر نه کوي چي اته کاله نور دي هم برتانوي سرتيري هلته خپل ماموريت ته دوام ورکړي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل