1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي شورا: طالبان غواړي يو سياسي دفتر پرانيزي

۱۳۹۰ آذر ۲۷, یکشنبه

د افغان حکومت له خوا د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو د پلاوي یوه غړي د يکشنبې په ورځ ويلي، چي طالبان غواړي په يوه اسلامي هيواد کي خپل دفتر پرانيزي. دا د سولي له پاره د مخامخ خبرو اترو له پاره لومړنی گام دئ.

https://p.dw.com/p/13V8Q
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويليانځور: DW

د افغانستان د سولي د علي شورا لوړپوړي غړي ارسلا رحماني در رويترز خبري آژانس ته ویلي:

«هغه څه چي موږ د لوړپوړو طالب قوماندانانو او دهغوئ د خپلوانو څخه اورېدلي، هغوئ د يو سياسي دفتر په پرانستلو باند موافق دي.»

رحماني ويلي، چي د امنيت وضعيت په پام کي نيولوسره که دا دفتر په افغانستان کي دننه پرانستل سي ډېره ښه خبره به وي.

هغه دغه راز ويلي دي، چي موږ هر وخت د طالبانو سره د خبرو له پاره د يو سياسي ادر غوښتنه کړې، هغه که په قطر، ترکيه او يا سعودي عربستان کي وي او که يا په کوم بل اسلامي هيواد کي.

دغه استازي ويلي، چي د طالبانو له پاره د يوسياسي دفتر خلاصول ډير مهم دي او دا به پر دې پروسه باندي ډيره گټوره اغيزه ولري.

«تر هغه وخته چي طالبان کوم ادرس ونه لري دا ډيره مهم ده چي يو سياسي ادرس ورته پرانستل سی. چيري چي موږ د هغوئ سره د سولي په اړه مخامخ خبري اتري کولای سو.»

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د سي اين اين تلويزيون سره په مرکه کي ويلي، چي دولت به يې په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر د پرانيستلوهرکلی وکړي. دا خو ښه کار دئ چي افغانان او نور چارواکي به د سياسي حل له لاري جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.

کرزي ويلي چي هغه په دې باور دئ که چيري طالبانو د اپريکړه کړې وي، چي يو دفتر پرانيزي دا به د سولي خبرو اترو ته د هغوئ اماده گي وښيي.

کرزي يوه اوني وړاندي ويلي ول، که چيري د امنيتي انديښنو له امله دا نا ممکنه وي چي په افغانستان کي دغه دفتر پرانيستل شي نو دا بايد په يوه بل اسلامي هيواد لکه سعودي عربستان او يا ترکيه کي پرانيستل شي.

« دغه ادرس بايد دا ډاډمنتيا ولري چي دغه استازي واک لري او په رښتيا هم د طالبانو نماينده ګي کوي.»

د بل اړخه کرزي د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ د ستراتيژيک تړون په اړه ويلي چي د امريکا له متحده ايالاتو سره يې د دغه تړون په اړه لا هم خبري اتري رواني دي. خو په دغه خبرو کي مهم ټکی د شپې له اړخه د ځواکونو له خوا د ترهګرو پر ضد تر سره کيدونکي عمليات دي.

خو ولسمشر حامد کرزي په ښکاره دا ويلي دي:

« د هغه څه چي موږ يې د ډير واضح او روښانه شرايطو له مخي غوښتنه کوو هغه دا ده چي هيڅ بهرني ځواکونه د افغانانو کورونو ته نه ورننوزي.»

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل