1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«قطر د سولې په بهیر کې ریښتنې مرسته کوي»

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ فروردین ۱۷, شنبه

د افغانستان د سولې عالې شورا وایي چې د قطر حکومت کولای شي له ناراضي طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو په برخه کې صادقانه همکاري وکړي. تر دې مخکې طالبانو اعلان کړی وو چې غواړي په دې هیواد کې یو سیاسي دفتر پرانیزي.

https://p.dw.com/p/18Atv
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

د دغې شورا د مشرتابه په وینا دوحه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې هیڅ راز منفعت طلبي نه کوي او ټولې هڅې یې د افغانستان د هوسایني له پاره دي. دغه څرګندونې تر هغه وروسته کیږي چې ویل شوي دي افغان دولت د سولې په خبرو کې د یو شمیر هیوادونو له مرستې څخه ناهیلې شوی دی. تر دې مخکې افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان پر نقش باندې ډیر حساب کاوه او تمه یې لرله چې دغه هیواد به طالبان د خبرو اترو میز ته راولي.

د ملي امنیت په برخه کې د ولسمشر کرزي مشاور ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، څه موده مخکې په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو چې پاکستان له افغان دولت سره د سولې په بهیر کې هیڅ راز مرسته نه کوي. ډاکټر سپنا همداراز ټینگار کړی وو چې افغانستان باید په دې بهیر کې له پاکستان څخه د ډیرو همکاریو تمه و نه کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دعوت او اړیکو د جرګه ګۍ مشر مولوي شفیع الله شفیع، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالب لوري د قطر په امیر اعتماد کړی دی ترڅو له افغان حکومت سره د هغوی د خبرو اترو له پاره لاره هواره کړي.

ښاغلي شفیع زیاته کړه چې ولسمشر کرزي قطر ته په خپل وروستي سفر کې د دغه هیواد امیر ته خپلې ځینې غوښتنې وړاندې کړي چې په بدل کې د قطر امیر ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې به خپلې ټولې هڅې وکړي.

د سولې د عالي شورا دغه غړي وویل: «د قطر امیر ویلي دي چې طالبانو پر موږ باور کړی او دا باور دا ښيي چې هغوی خپل استازي قطر هیواد ته ور پیژندلي دي او دا چې اوس ولسمشر په خپل سفر کې له قطري چارواکو سره ګټورې خبرې لرلې. لازمه دا ده چې د سولې عالي شورا به د دغه دفتر [د طالبانو د دفتر] پرانیسته کوي.»

افغان حکومت اوس خپلې ډیرې هڅې د قطر هیواد په مرسته طالبانو ته رسیدو ته ځانگړې کړې دي. ځکه ویل کیږي دغه عربي هیواد د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې د جګړې له وخته د افغان مجاهدینو ملاتړ کوي او په بیلا بیلو ډلو د نفوذ خاوند دی.

خود سولي عالي شورا دا هم وايي چې قطري چارواکو ژمنه کړې ده چې د طالبانو د جوړیدونکي دفتر چارې له نزدې وڅاري او دوی به اجازه ور نه کړي چې طالبان له دغه دفتر څخه د مالي مرکز او یا نورو سیاسي اهدافو له پاره کار واخلي.

د سولې عالي شورا د دعوت او اړیکو د برخې مشر مولوي شفیع الله، په دې اړه وویل: «هغه مخالفین چې قطر راخي باید یوازې د خبرو له پاره راشي او نور فعالیتونه باید و نه کړي. هغه مخالفین به د بندیزونو له نوملړ څخه لیري شي چې د خبرو اترو له پاره قطر ته راځي. د دغه مخالفینو د خونديتوب تضمین به کیږي.»

د سولې عالي شورا په داسې حال کې په قطر کې له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې د خوشبیني او پرمختګ خبر ورکوي چې د چهارشنبې په ورځ په فراه ولایت کې د طالبانو یوه برید شاوخوا ۵۰ کسان ووژل.

د قطر هیواد پلازمینه، دوحه.
د قطر هیواد پلازمینه، دوحه.انځور: picture-alliance/Frank Rumpenhorst
افغان او پاکستاني چارواکي د سولې د بهیر په اړه د خبرو اترو په حال کې.
افغان او پاکستاني چارواکي د سولې د بهیر په اړه د خبرو اترو په حال کې.انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب