1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي عالي شوار په جلال اباد کي غونډه درلوده

۱۳۸۹ دی ۲, پنجشنبه

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړي خبر ورکوي چي په افغانستان کي يې د سولي د راوستلو په موخه بيلابيل کارونه ترسره کړي چي پايلي به يي په همدي نږدې ورځو کي خلکو ته په ډاګه کړي.

https://p.dw.com/p/QjRJ
د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د ننگرهار د ولي گل اغا شيرزی سره
د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني د ننگرهار د ولي گل اغا شيرزی سرهانځور: DW

تيره ورځ د برهان الدين رباني په مشرۍ د سولي د عالي شورا يو شميرغړي ننګرهار ته تللي، او هلته يې د ختيځو ولايتونو د واليانو دولتي منسوبينو او يو شمير قومي مشرانو په هغه غونډه کي برخه واخيسته چي د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کي جوړه سوي ول.

د دوی دغه غونډه د پردې تر شاه وه او له غونډي وروسته يې د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کي د ژورنالستانو پوښتنو ته جوابونه وويل.

د سولي د عالي شورا د دارالانشا ريس معصوم ستانکزي رسنيو ته وويل چي په ختيځو څلورو ولايتونو کي به د واليانو په مشرۍ د قومي مشرانو يوه يوه شورا جوړه کړي.

د هغه په خبره دغه نمايندګۍ به په ولاياتونو کي د سولي د عالي شورا نمايندګي کوي.

نوموړي زياته کړه:« د سولي د عالي شورا غړي چي هر ولايت ته تللي هلته يي د ملکي او نظامي چارواکو، قومي سپين ږيرو ، ځوانانو او د ولايتي شورا غړو سره کتلي او د سولي په راوستو کي يې د هغوۍ مشورې اوريدلي دي»

هغه وويل، بله خبره داده چي موږ پدې برخه کي يو څه هلي ځلي کړي خو له وخته مخکي يي نه سو ويلای تر څو مو له مخالفينو سره د خبرو اترو مستيقم ارتباط نه وي ټينګ کړی.

د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني وويل چي د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره يې خبري کړي او په نږدې ورځو کي به پاکستان ته يو سفر ولري.

رباني وويل، په پاکستان کي به د ټولو هغه سياسي ګوندونو له مشرانو سره خبري وکړي چي تر يو حده په افغانستان کي د سولي په راوستلو کي مرسته کولای سي.

خو په جلال اباد کي يو شمير سيمه ايز اويسدونکي د دغه شورا له کړنو ډير خوښ نه دي او وايي چي داسي شوراګاني پخوا هم جوړي سوي چي کارونه يې مثبت نه ول.

د ننګرهار پوهنتون استاد ببرک مياخيل رسنيو ته وويل چي ددغه شورا غړي دي د شيزادو ولسوالۍ ته سفر وکړي، چي عملاً وسله وال طآلبان په مبازره بوخت دي.

نوموړی وايي: دا ټولي خبري سمبوليکي بڼي لري:« که په ټولنه کي د سولي لپاره هر سړی هلي ځلي کوي نو د قدر وړ دی خو که سړی د سولي د شورا په ترکيب خبره کوي نو فکر نه کوم چي پدې کي دي داسي يو ثالث بلخير سړی موجود وي.

د دغه ښار يو بل اوسيدونکی ضياالرحمن بيا د سولي په عالي شورا کي پر راټولو سووغړو نيوکه کوي او وايي:« چي د دغه شورا يو شميرغړي پدغه هيواد کي د ورانۍ او کورينو جنګونو عاملين دي.»

دا په داسي حال کي ده چي په تيره مياشت کي د افغانستان د سولي د عالي شورا غړو د کندهار ولايت ته سفر کړی وو او هلته يې د يو شمير قومي سپين ږيرو او سيمه ايزو چارواکو سره کتلي ول.

جلال آباد/ شمع احمدزۍ

کتونکی: نجيب الله زيارمل