1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي عالي شورا د څه د پاره جوړه سوې؟

۱۳۸۹ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د سياسي چارو افغان کارپوه اوريا د دويچه ويلهي سره په ځانگړې مرکه کي وويل چي، حکومت خپله بقا په جنګ کي ويني نه د سولي په خبرو کي. حکومت د طالبانو سره د خبرو په خاطر هيڅ نوع ستراتيژيک پلان نه لري.

https://p.dw.com/p/R12p
د سولي د عالي شورا د پرانستلو غونډه
د سولي د عالي شورا د پرانستلو غونډهانځور: AP

دويچه ويلي: وسله وال مخالفين ولي د افغان حکومت د سولي و بلني ته په زور زياتيو جواب ورکوي؟

اوريا: لکه څرنګه چي دولت ادعا کوي چي دوی د طالبانو سره د خبرواترو په خاطر د سولي شورا جوړه کړې ده ، داسي څه واقعت نه لري. دا ځکه چي کوم څوک چي د سولي په شورا کي اساسي غړي دي، هغوی د افغانستان په دريش کلن ناورين کي ښکيل دي او لاسونه يي د خلکو په وينو باندي سره دي. د دې تر څنګ په اوسنيو شرايطو کي د کابل حکومت د طالبانو سره د خبرو اترو په خاطر هيڅ نوع ستراتيژيک پلان يا ميکانيزم نه لري او په اوسنيو شرايطو کي اصلاً دولت پر خپلو کاري لومړيتوبونو کي د طالبانو سره خبرواترو ته ځای نه دی ورکړی. ځکه هغوی يعني دولت او ناټو ځواکونه سږ کال په پلان کي لري چي په بشپړ ډول د طالبانو سره وجنګيږي.

دويچه ويله : ستاسو په اند حکومت ولي غواړي چي سږ کال په دغه ډول پوځي عملياتو لاس پوري کړي لکه تاسو چي يې يادونه وکړه.

اوريا: د حکومت عمر او بقا په جنګ کي ده او دا اوسنی حکومت چي، د جنګ زيږنده دی دوي کولا سي په جنګ پر افغانستان باندي خپل سياسي حاکميت وساتي.

دويچه ويله : ستاسو په اند په دغه ډول کړنو سره به چي د ملکي وگړو په منځ کي په بريدونو لاس پوري کيږي وسله وال مخالفين به و کولای سي چي په خلکو کښي ځای پيدا کړي.

اوريا: پدي کي هيڅ شک نشته چي د طالبانو په نظامي عملياتو کي او همدارنګه د دولت په نظامي عملياتو کي تر زياتي کچي ملکي خلک خپل ځانونه له لاسه ورکوي او د ملکي خلکو مادي او معنوي شتمني له مينځه ځي او د دغه جنګ د اور په لمبو کي سوزي. تاسي و گوری د تيری لس کلني جګړې اصلي قربانيان د افغانستان مظلوم ملت و. هغه واکداران چي په کابل کي ناست دي او هغه څوک چي د طالبانو مشران دي، دوی خوندي دي. د دوی زامن او کورنۍ خوندي دي، دوی هيڅکله مادي او معنوي طلفات نه ويني خو اصلي مادي او معنوي تاوان د افغانستان ولس ته اوړي.

دويچه ويله : ستاسو په نظر د افغانستان د سولي په پروسه کي د پاکستان نقش څه دی؟

اوريا: دا اوسنی پاکستان چي ويني دا هغه پرونۍ پاکستان نه دی چي د افغانستان په سياسي ډګر کي به يې لوبي کولې او د افغانستان سرنوشت به يې ټاکه. اوس پاکستان ضعيف او ناتوانه دی او پخپله په بحران کي ډوب دی. پاکستان دا توان نه لري چي د افغانستان د سرنوشت په ټاکلو کي قاطع ونډه ولري او يا ستر رول سرته ورسوي.

تاسي و گوری هغه ستراتيژيکي خبري چي په کال کي يو واري د درو هيوادونو افغانستان ، امريکا او پاکستان تر منځ کيږي او اوس و ځنډول سوې دا دري اساسي عوامل لري.

يو دا چي په پاکستان کي بې ثباتي او بې امني ده او بله دا چي پاکستان خپلو هغو ژمنو ته چي د نړيوالي ټولني سره يې د امريکا او افغانستان په اړه لرلې وفادار او صادق نه دی.

اوس پاکستان د امريکا په ستراتيژي کي هغه ځانګړی او لوړ ځای نه لري او ددوی موقف ورځ تر بلي کمزوری کيږي.