1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي کنفرانس: چين د افغانستان او پاکستان منځگړتوب کوي

۱۳۹۶ دی ۵, سه‌شنبه

د چين په پلازمېنه پېکينگ کي د افغانستان په اړه د خبرو نوی بهير د چين پاکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ پيل سوې. په دې خبرو کي د کابل له پاره تر ټولو مهمه موضوع له تروريزم سره مبارزه او د پاکستان رول دی.

https://p.dw.com/p/2pwRU
Pakistan Friedensgespräche Afghanistan - Taliban in Islamabad
انځور: picture-alliance/dpa/APP

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند صبغت الله احمدي د سه شنبې په ورځ سهار (۲۰۱۷م کال د ډسمبر ۲۶) ويلي دي چي په دغه غونډه کي د کابل له پاره تر ټولو مهمه موضوع له تروريزم سره مبارزه او د پاکستان د رول په اړه ده.

د رسنيو د راپورونو له مخي د چين د بهرنيو چارو وزير وانگ يي، ويلي دي چي چين غواړي د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي ښې کړي. دا د دغو هيوادونو د وگړو او سيمي غوښتنه ده.

افغانستان او امريکا متحد ايالات پر پاکستان تور لگوي چي د وسله والو طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي او په دې سره د افغان حکومت او نړيوالي ټولني د بيا رغاوني چاري بې ثباته کيږي.

د بهرنیو چارو د وزيرانو په کچه دغه خبري يووار بيا له وسله والو طالبانو سره د جگړې او دغه راز د تروريستي ډلي داعش د گواښونو له پاره د يوې سيمه ايزي حل لاري د موندلو تلاښ دئ.

روان کال د امريکا متحدو ايالاتو په مرسته  دې ته ورته جوړښت کي د کنفرانسونو لړۍ بيا کومه پايله نه لرله.

له دې خبرو ځکه تمي ډيري کیږي چي د چين په منځگړتوب خبري تر امریکا متحدو ايالاتو اغېزمني دي. له پاکستان سره د امريکا اړيکي اوس کنگل سوي دي.

پاکستان د چين نژدې دوست دی. دواړو هيوادونو د يوه اقتصادي دهلېز د جوړښت په برخه کي په ميلياردونو ډالرو پانگوني پلان کړي دي چي په دې کنفرانس کي به پر دغي سيمه ايزي پروژې هم خبري وسي.

افغانستان هم له چين سره ښې اړيکي لري. طالب چارواکو هم څو واري چين ته سفرونه کړي دي.