1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د سولې بهیر، د امریکا او غني تر منځ واټن رامنځ ته کړی

۱۳۹۸ فروردین ۷, چهارشنبه

له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د امریکا متحده ایالاتو اړیکه د دایمي زیان لیدو له ګواښ سره مخامخ ده. لامل یې د امریکا په پالیسي کې بدلون دی چې له مخې یې له طالبانو سره مستقیمې خبري پیل کړې او غني یې څنډې ته کړی دی.

https://p.dw.com/p/3FiaO
Aschraf Ghani bei Afghanistan-Konferenz in London 04.12.2014
انځور: Dan Kitwood/WPA Pool/Getty Images

د واشنګټن او ولسمشر غني تر منځ دغه ستونزې بیا د سولې د یوه تړون د رامنځ ته کیدو چانسونه هم کموي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، غواړې د دغه شان یوه تړون د رامنځ ته کولو له لارې په افغانستان کې د خپل هیواد جګړه پای ته ورسوي.

پخوانیو او اوسنیو امریکايي چارواکو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې باور لري غني غواړي د سولې په روان ماتیدونکي بهیر کې ځان د یوه اخلالګر په توګه مطرح کړي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې ولسمشر غني له دې کبله په غوسه دی چې ادارې یې د سولې تر بهیر دباندي پاته شوې او ویره لري چې د سولې د خبرو بریالیتوب به د غني پر ولسمشري باندې ناوړه اغیز واچوي.

خو افغان چارواکي بیا وایي چې د غني له نظره د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په مشرتوب د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې اترې له هغه سره شخصي بې وفايي ده چې کیدای شي په پایله کې یې طالبان بیا واک ته ورسیږي.

د افغان حکومت یوه چارواکي وویل: «خلیلزاد غواړي وښيي چې دی د سولې راوستونکی دی او غني نه غواړي چې په دې منځ کې د بد کس په توګه معرفي شي. ولسمشر په دې باور دی چې له هغه سره خیانت کیږي.»

د واشنګټن او کابل تر منځ د سولې د بهیر په تړاو د نظر اختلاف بیا د روان کال د مارچ میاشتې پر ۱۴مه نیټه آن رسنیو ته راووت. په دې ورځ د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او ولسمشر غني ته ډیر نژدې افغان چارواکي حمدالله محب، پر خلیلزاد سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې ښايي خلیلزاد د یوې موقتې ادارې له رامنځ ته کولو سره پخپله د هغه مشري کول غواړي.

یوه امریکایي چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي: «غني اندیښمن دی چې کیدای شي چې د یو ډول موقت حکومت پر سره موافقه وشي، چې دی به ترې دباندي پاته شي.»

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې ده چې امریکا متحده ایالات باید د دې تمه ولري چې ولسمشر غني په داسې حال کې چې ولسمشریزې ټاکنې نژدې دي د یوه سیاستوال په توګه اقدامات وکړي. هغه وایي چې امریکا باید له غنې دا تمه و نه لري چې همداسې له واکه ګوښه شي.

امریکا د محب د څرګندونو پر ضد سخت غبرګون وښود او روښانه یې کړه چې تر دې وروسته به له هغه سره اړیکه و نه لري. خو یوې افغانې سرچینې ویلي دي چې د ناټو د دیپلوماتانو او ولسمشر غني په یوه غوندې کې د دوشنبې په ورځ د حمدالله محب حضور، د دې لامل شو چې امریکایي چارواکي غونډه پریږدي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

Afghanistan | Zalmay Khalilzad
ځلیلزاد له میاشتو راهیسې له طالب استازو سره په خبرو بوخت دی چې په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسوي.انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، هم د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې له واشنګټن سره ښې اړیکي نه لرلې او د امریکا په یوه منتقد بدل شو. خو د غني او امریکا تر منځ ترینګلتیا اوس هم تر یوه حده پورې د تړلو دروازو تر شا ده ځکه د غني اداره لا هم د امریکا متحده ایالاتو مرستو ته اړتیا لري.

داسې ښکاري چې ولسمشر غني اوس په دې هڅه کې دی چې محب له دندې ګوښه کړي او له واشنګټن سره خپلې اړیکې یوه څه نورمالي کړي. ویل کیږي چې ولسمشر غني غواړي محب لندن ته د خپل استازي په توګه وګوماري. لا تر اوسه پورې ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خبرو اترو وروستي دور ولسمشر غني خواشینی کړی

 

په ۲۰۱۶م کال کې د ټاکنو تر ګټلو وروسته، ولسمشر دونالد ترمپ ویلي دي چې غواړې د افغانستان جګړه چې په ۲۰۰۱م کال کې پیل شوه، پای ته ورسوي او له دې هیواده خپل سرتیري بیرته امریکا ته وغواړي. خو د ولسمشر غني په ګډون ډیر افغان او امریکایي چارواکي ویره لري چې د افغانستان جګړې پای ته رسولو ته د ترمپ بیړه دومره زیاته ده چې کیدای شي د سولې هر ډول تړون ته غاړه کښیږدي. خو د ترمپ د ادارې چارواکي بیا ټینګار کوي چې هغه به له طالبانو سره د سولې یو خراب تړون و نه مني.

طالبان لا تر اوسه پورې هم له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو نه دي او یوازې له واشنګټن سره غږیدل غواړي. له تاریخي لحاظه امریکا تل د افغانانو تر منځ او د هغوی په مشري پر خبرو ټینګار کاوه، خو د ترمپ د دورې له پیلیدو سره هغه په دې سیاست کې بدلون راوست او له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړي دي.

د ترمپ ادارې دغه کار پخپله امریکا کې هم له نیوکو سره مخامخ شوی دی. د افغانستان له پاره د امریکا پخواني سفیر راین کروکر، په واشنګټن پوست کې خپرې شوې یوې تبصرې کې ویلي دي: «د طالبانو د دغې غوښتنې له منلو سره، موږ خپل داسې یو حکومت نامشروع کړی دی چې د ملاتړ ادعا یې کوو.»

د خلیلزاد او طالبانو خبرې اترې تر اوسه پورې هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د ترهګرۍ ضد تضمینونو باندې متمرکزې دي. دې موضوع ولسمشر غني ځکه خواشنیې کړی دی چې تمه یې لرله خلیلزاد به طالبان یوه اوربند او له حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته راضي کړي.

د خبرو اترو وروستی دور چې ۱۶ ورځې یې دوام وکړ، تر پای ته رسیدو وروسته خلیلزاد د کابل پر ځای امریکا ته ولاړ. چارواکي وایي چې دې موضوع هم ولسمشر غني وارخطا کړ. یوه افغان چارواکي ویلي دي: «دواړو اړخونو پر هغو موضوعوګانو چې په دوی پورې مربوطې وې بحثونه وکړل خو د افغانانو او حکومت له پاره یې څه بدل نه کړل.»

Katar | Taliban | Friedensgespräche
د قطر په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او ترهګرۍ ضد تضمینونو په اړه پرمختګونه شوي.انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

ځینې امریکايي چارواکي هم له ولسمشر غني سره همنظره دي او باور لري چې امریکا متحده ایالات باید ژر تر ژره هغه ته ډاډ ورکړي.

ولسمشر غني او اداره يې د حالاتو د یو څه کنترول له پاره د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کیدو چې د سپتمبر میاشتي ۲۸مې نیټې ته پلان شوي دي، ټینګار کوي. یوه امریکایي چارواکی ویلي دي چې غني هیله لري امریکا تر دې وخته پورې له طالبانو سره کومې موافقې ته و نه رسيږي، څو دی ټاکنې ترسره کړای شي.

یوه پخواني افغان لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې د غني له نظره که له طالبانو سره موافقه وشي او ټاکنې نه وي ترسره شوي، نو دی به هر څه له لاسه ورکړي. له همدې کبله داسې ښکاري چې ولسمشر غني غواړي د سولې بهیر کنترول کړي.

کارپوهان په دې باور دي چې که امریکا متحده ایالات غواړي باثباته سوله رامنځ ته کړي نو باید د ولسمشر غني د مخالفت امکان له منځه یوسي.

یوه پخواني امریکایي چارواکی ویلي دي چې د ولسمشر غني شخصیت یو لامل دی چې واشنګټن ویره لري کیدای شي په پایله کې یې غني د سولې له بهیر سره د مرستې پر ځای هغه ته زیان ورسوي.