1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سولې خبرو اترو ته ادامه ورکوو»

۱۳۹۱ آبان ۲۷, شنبه

د افغانستان د سولې د عالي شوری مشر صلاح الدین رباني، پاکستان ته د خپل سفر څخه تر راستنیدو وروسته په کابل کې ویلي دي چې افغانستان به له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو هڅو ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/16kun
انځور: picture-alliance/dpa

صلاح الدین رباني د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د نومبر د میاشتې ۱۷مه» ادعا کړې ده چې په دغه درې ورځني سفر کې یې «د پام وړ لاس ته راوړنې» لرلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په تیرو ورځو کې پاکستاني مقاماتو یو شمیر طالب بندیان له زندان څخه آزاد کړي دي.

صلاح الدین رباني په کابل کې وویل: «پاکستان ته زمونږ د سفر موخه د سولې په بهیر کې د پاکستان د ملاتړ جذبول وو. زه کولای شم چې ووایم، د دغه سفر پایلې د پام وړ وې.»

افغانستان څو وارې له پاکستان څخه غوښتي دي چې له زندان څخه د بندي یاغیانو په خلاصولو سره چې په اصطلاح «د طالبانو او نورو وسله واله مخالفو ډلو سره د سولې د خبرو اترو» نوم ورکړل شوی، له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

رباني په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «زمونږ په هڅو سره، پاکستاني مقاماتو پر دې موافقه وکړه چې نهه تنه طالب مشران له زندان څخه آزاد کړي. دغه اقدام کیدای شي چې د سولې د خبرو اترو په همکارۍ کې مهم گام وي.»

پاکستاني مقامات وایي چې په لږ شمیر کې طالبان له زندان څخه آزاد کړای شوي دي، خو ځایي رسنیو بیا رپوټ ورکړی دی چې ۱۳ تنه طالبان له زندان څخه آزاد کړای شوي دي.

صلاح الدین رباني همدا شان وویل چې پاکستان د طالب مشرانو د خوندي سفر کولو په سر هم هوکړه کړې ده، خو دا یې ونه ویل چې دغه مشران به کومو هیوادونو ته سفر وکولای شي.

د سولي د عالي شوری مشر په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «ولایتونو ته سفرونه، په ځانگړې توگه سویلي ولایتونو ته سفرونه به زمونږ راتلونکی گام وي، چې له خلکو سره اړیکې ټینگې کړای شي او په ځانگړې توگه له ځوانانو سره او پر دې سربیره به هغوی ته د سولې د عالي شوری اهداف تشریح کړل شي.»

dpa/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی