1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سولې خبرو دریدلی بهیر به ډیر ژر پيل شي»

۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې افغان دولت سولې ته په بشپړه معنی ژمن دئ او پر همدې بنسټ د طالبانو په ګډون د وسله والو مخالفینو له مهمو غړو سره په تماس کې دئ.

https://p.dw.com/p/156tY
انځور: DW

دی وايي په کابل کې د آسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته هیله لري، چې د قطر هېواد څخه یو پلاوی کابل ته سفر وکړي چې د دغه هېواد په پلازمینه دوحه کې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو له پاره د دفتر د پرانېستلو پر سر خبرې وشي:

« لکه څنگه چې تاسو پوهیږی په کابل کې د آسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانوغونډه تر سره کږي، هیله مند یو چې له دې غونډې وروسته به د قطر دولت یو پلاوی افغانستان ته راشي چې په دوحه کې د وسله والو مخالفینو سره د خبرو په موخه د یوه دفتر پر جوړولو او پر دوه اړخېزو اړیکو له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي.»

موسی زی وايي چې کابل به د جوزا یا غبرګولي پر ۲۵ مه نیټه د آسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.

ویل کېږي چې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د هوکړه لیک تر لاسلیکیدو وروسته له وسله والو مخالفینو سره د ملي پخلاینې بهیر په ټپه دریدلی دئ. خو د طالبانو یو لوړ پوړي مشر تیره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې ده چې ټول وسله وال طالبان سولې ته لیواله دي خو غوره ګڼي چې د افغان دولت پر ځای له امریکا سره خبرې وشي. دغه طالب مشر د افغان حکومت چارواکي وروڼه ګڼلي دي او ویلي ئې دي چې د خبرو اصلي لوری امریکایان دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه وویل چې د دغه هېواد له چارواکو سره په دې برخه کې خبرې دوام لري.

پاکستان حکومت په خیبرپښتونخوا کې پرتو افغان کډوالو ته د روان زیږدېز کال د مې د میاشتې تر ۲۵ نیټې پورې وخت ورکړی وو چې په دې موده کې بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.

موسی زی وايي تېره اونۍ د افغان حکومت له لورې یو جګپوړی پلاوی پاکستان ته واستول شو، چې افغان کډوالو ته له پاکستان څخه د وتلو ورکړل شوی ضرب الاجل د جون میاشتې تر پایه وغځول شو.

د ښاغلي موسی زي پر وینا افغان پلاوي یو ځل بیا پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې پر دې ټینګار کړی دئ چې له پاکستان څخه افغان کډوال باید په کرار کرار او په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنیدو ته وهڅول شي.

دغه راز، جانان موسي زي په دې خبري غونډه کې په استنبول کې د اقتصادي همکاریو په نړېوال کنفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول له ګډون هم خبر ورکړ. په پام کې ده چې د یکشنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د جون د میاشتې دریمه» به په همدې موخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته ولاړ شي.

د موسی زي په وینا له دغه کنفرانس وروسته به د بهرنیو چارو وزیر د افغان ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه د چین پلازمینې بیجنګ ته سفر وکړي. ټاکل شوې ده چې د شانګهای سازمان سرمشریزه به د جون په ۶ او ۷ مه نیټه په پلازمینه پیکېنګ کې جوړه شي.

موسی زی وايي چې په دې غونډه کې به افغانستان د شانګهای سازمان د څارونکي غړيتوب غوښتنه وکړي.

«موږ هیله لرو چې په پیکنګ کې د شانګهايي سازمان ټول غړي هېوادونه په دغه سازمان کې د څارونکي غړي په توګه د افغانستان درخواست تصویب کړي، ترڅو مونږ هم ددغه سازمان له غړو هېوادونو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړو.»

د شانګهای د سيمه ييزو همکاریو سازمان(SCO) په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د چين، روسيې، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان هيوادونو له خوا جوړ شوی دئ. اوسمهال ايران، هندوستان، منګوليا او پاکستان په دغه سازمان کې د څارونکو په توګه ونډه لري.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض